اشرف غني: بامیان د افغانستان پر خوځنده زړه بدلېدونکی دی

Image caption اشرف غني: مرکزي افغانستان نور په غرونو کې راګېر نه دی او نامناسب طبېعت يې نور تر منځ نشي خنډ کېدای

افغان ولسمشر د دره صوف- یکاولنګ سړک د جوړونې د دویم پړاو پرانیستي پر مهال وویل بامیان د افغانستان په خوځنده زړه بدلېدونکی دی.

په داسې حال کې چې د مرکزي ولایتونو خلک له دولته ګيله من دي چې په پرمختیايي چارو کې له پامه غورځول شوي، خو ولسمشر غني نن (پنجشنبه د مۍ ۱۸مه) په بامیان کې وویل، نور به غرونه او نامناسب طبيعت د مرکزي ولایتونو پر وړاندې خنډ نه شي.

د هغه په خبره بامیان د افغانستان پر خوځنده زړه بدلېدونکی دی:

"مرکزي افغانستان نور په غرونو کې راګېر نه دی او نامناسب طبېعت يې نور تر منځ نشي خنډ کېدای. نن طبيعت د انسان ارادې ته تسليمیږي. "

* بامیان کې یوه مین هلک نجلۍ وژلې او ځان یې پولیسو ته سپارلی

* بامیان: د سیمه ییزې موسیقې ژغورنې هڅې

* بامیان د نړۍ زړه راښکونکو ښارونو لیست کې راغلی

نوموړي زیاته کړه، حکومت يې د ټول هېواد په کچه متوازنې پرمختیا ته ژمن دی او له خلکو سره کړې ژمنې به یوه یوه عملي کړي.

د هغه په خبره د ملي یو والي حکومت موخه د ټول هېواد په کچه متوازنه پرمختیا ده او دوی پر خپلو ژمنو ولاړ دي:

"د افغانستان د ملي یووالي حکومت د پرمختیايي چارو موخه ساده ده. له هر افغان سره د بل افغان برابري او د ټول افغانستان په کچه متوازنه پرمختیايي وده. "

له دره صوفه تر یکاولنګ پورې دغه ۱۷۸ کلېومټره سړک په ۲۰۱۴ کال کې داوطلبۍ ته وړاندې شو چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې د پلونو او سړک جوړونې یوه چينايي شرکت CRBC يې د څه باندې ۲۰۴ ميلیونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړولو ته حاضر شو .

Image caption لګښت یې د اسیا پرمختیايي بانک ورکوي.

د یاد سړک د جوړېدو لګښت د اسیا پرمختیايي بانک ورکوي.

دا سړک چې د سوداګرۍ او ټرانزيټ لپاره هم مهم بلل کیږي، د ځايي خلکو په وینا د سمنګان او بامیان د خلکو پر ژوند به مثبت اغېز وکړي.

له دې سره به شمالي ولایتونو ته له سالنګ سربیره په بله لاره هم وصل شي. په همدې حال کې ولسمشر غني د بامیان له خلکو سره ژمنه وکړه چې په راتلونکو ۴۵ ورځو کې به دغه ولایت ته د برېښنا د لېږدولو چارې هم پېل شي. د ښاغلي غني په وینا بل ګام يې د بامیان د تاريخي اثارو او فرهنګي میراثونو ته پاملرنه ده چې په نږدې وخت کې به يې عملي چارې پېل کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپل کار له پيله لویو اقتصادي پروژ ته لومړیتوب ورکړی دی.

د ښاغلي غني باور دادی چې افغانستان باید له اقتصادي پلوه د سیمې د هیوادونو په ترانزیټي څلور لارې بدل شي او د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د پول حیثیت غوره کړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب