افغانستان د انټرنېټي خوندیتوب قانون جوړوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د دې قانون له مخې، هغه کسان چې په ټولنیزو شبکو کې په شخصیت وژنې یا د خلکو په ځورونې تورن وي، محاکمه کېږي او سزا به ورکول کېږي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وایي، د انټرنېټي امنیت په برخه کې نوی قانون جوړوي.

د دې قانون له مخې، هغه کسان چې پر انټرنېټي غلا یا هکنګ، د محرمو معلوماتو په پټولو او یا په ټولنیزو شبکو کې په شخصیت وژنې یا د خلکو په ځورونې تورن وي، محاکمه کېږي او سزا به ورکول کېږي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست سید احمد شاه سادات له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، دا مهال په افغانستان کې د انټرنېټي خوندیتوب په برخه کې کوم ځانکړی قانون نه شته.

له همدې کبله هغه کسان چې په پورته یادو شویو جرمونو لاس پورې کوي، محاکمه کېدلی نه شي. نوموړي وویل، دغه قانون چمتو دی او اوس د عدلیې وزارت ته استول شوی.

د عدلیې وزارت به له خپلو ارزونو وروسته یاد قانون د تصویب لپاره د افغانستان ولسي جرګې ته وراستوي.

ښاغلي سادات زیاته کړه، افغانستان له هغه انټرنېټي بریده تر ډېره خوندي پاتې شوی چې تېره اوونۍ یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې دولتي او نا دولتي ادارې په نښه کړې.

د نوموړي په وینا، په افغانستان کې برېښنایي حکومتولۍ لا هومره وده نه ده کړې چې د انټرنیټي بریدونو له کبله دې ډېر زیان ور واوړي.

Image caption سید احمد شاه سادات وايي، دا مهال په افغانستان کې د انټرنیټي امنیت په برخه کې کوم ځانکړی قانون نه شته.

ښاغلي سادات د خپلو کاري لومړيتوبونو په اړه وویل، دا مهال د مخابراتو او معالوماتي تکنالوژۍ وزارت دریو برخو ته ډېر پام کوي.

لومړی دا چې وزارت غواړي د افغانستان هرې برخې ته مخابراتي اسانتیاوې ور ورسوي، د مخابراتي اسانتیاو بیې راکمول .

دویمه مهمه موضوع ده، تر څو هر افغان وکړای شي ترې ګټه پورته کړي او دریم لومړیتوب دا دی چې د انټرنیټي مالوماتو یا 'ډاټا ' د خوندي ساتلو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

سرپرست وزیر زیاته کړه، دا مهال افغان دولت د انټرنیټي امنیت په برخه کې پر ظرفیت جوړونه بوخت دی او هڅه کوي هغه افغانان چې له هېواده بهر مېشت دي او د مخابراتو او تکنالوژۍ په برخه کې یې لوړې زده کړي، هېواد ته ور وغواړي او په دندو یې وګوماري.

ورته مطالب