افغانستان کې ښځو ته نوی تلوېزيوني چینل جوړ شوی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغانستان کې ښځو ته نوی تلويزوني چینل جوړ شوی

په افغانستان کې د ښځو لپاره د "زن" (ښځه) په نوم نوی تلوېزیون جوړ شوی، چې ډېری وړاندې کوونکې او کارکوونکې یې ښځې دي.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې غږیږي او انځوریزې رسنۍ شته چې د ښځو لپاره خپرونې کوي‎، خو په لویه کچه تر اوسه داسې انځوریزه رسنۍ نه وه چې ټولې کارکوونکې دې یې ښځې وي.

د تلوېزیون چارواکي وايي، ددې تلوېزیون له جوړېدو یې موخه د ښځو ځواکمنول دي.

څو مېړونه لرې؟ دا پوښتنه را نه څو ځل شوې

د ښځې کور کوم يو دی؟

اريانا سعيد: پر ټولنيزو رسنيو ښځې ډېرې ځورول کېږي

د دغه تلوېزیون بنسټګر حامد سمر وايي، غواړي د کابل په څېر لویو ښارونو کې د خپلو ښځینه مینه والو لپاره په رسنیزه برخه کې پانګونه وکړي، چې په دې سره ښځې وکړای شي خپلې تجربې شریکې او غږ پورته کړي:

"د ښځو د حقونو او د رسنیو د حقونو په اړه ډېرې خبرې شته، خو موږ د ښځو لپاره هيڅ ځانګړي څه نه لرو، همدا لامل دی چې موږ دا کار وکړ. "

د "زن" تلوېزیون یوه ۲۰ کلنه وړاندې کوونکې خاطره احمدي وايي: "ډېره خوشحاله یم چې د ښځو لپاره یوځانګړی تلوېزیون جوړ شوی، ځکه زموږ ټولنه کې داسې ښځې شته، چې له خپلو حقونو خبرې نه دي."

Image caption زن تلوېزیون به د ښځو ښه استازیتوب وکړي

ځانګړنې:

له نورو تلوېزیونونو سره د (زن) ټلوېزیون توپیر په دې کې دی چې د پردې پر مخ ټولې خپرونې یې د ښځو له خوا پر مخ وړل کېږي او ډېر تمرکز یې د ښځو پر ستونزو دی.

د چارواکو په خبره، تلوېزیون به یې د ښځو د استازي په توګه ښځې ځواکمنې کړي چې له خپلو حقونو دفاع وکړای شي.

دوی وايي، هڅه يې دا ده چې خپرونې يې د ښځو له نظر او لیدلوري سره سمې چمتو شي.

کارکوونکي

د ښځو په دغه تلوېزیون کې ټول ټال ۷۰ کسان کار کوي، چې ۵۴ يې ښځې دي.

په "زن" تلوېزیون کې تر ډېره ځوانې نجونې ګومارل شوي، چې ځینې یې محصلینې دي، خو د ګرافیک، کامرې او اېډيټ په برخو کې تر لسو ډېر ځوانان د دغه تلوېزیون چارې مخته وړي.

چارواکي وايي، د وخت په تېرېدو به په ټولو اړینو برخو کې ښځې وروزي او د نارینه کارکوونکو ځای به ونیسي.

دا تلوېزیون د یکشنبې ورځ (مې ۲۱مه) خپل ازمایښتي خپرونې پیلوي او پتېیل شوې چې تر دوو اونیو به یې رسمي خپرونې هم پیل شي.

د (زن) ټلوېزیون به د افغانستان په ملي ژبو ( پښتو او دري) ۲۴ ساعته خپرونې ولري چې تر ډېره به ټولنیزې، مذهبي، سیاسي او تفریحي خپرونې وړاندې کړي.

د انځور حقوق REUTERS/Mohammad Ismail
Image caption د زن تلوېزیون کارکوونکې د یوه سهارني پروګرام ثبتولو پرمهال

مالي سرچینې

د (زن) تلویزیون بنسټګر ښاغلي سمر وايي، له خپلو شخصي امکاناتو یې د ښځو د ځواکمنتیا لپاره د رسنیو په برخه کې پانګونې ته زړه نیولی دی.

نوموړي بي‌بي‌سي ته وویل، زن تلویزیون هیله لري چې د اعلانونو او ځینې مرستندویو ټولنو په ملاتړ خپل تګ ته دوام ورکړي.

که څه هم د (زن) تلوېزیون په ځانګړي ډول د ښځو لپاره جوړ شوی، خو په تصمیم نیونه کې یې د ښځو رول کمرنګه دی.

د بېلګې په ډول د تلوېزیون د امتیاز خاوند او د نشراتو مدیر نارینه دي.

ښاغلي سمر بي‌بي‌سي‌ وویل، د ظرفیتونو د کموالي له مخې یې دغسې کړي او د وخت په تېرېدو به ان خپله څوکۍ کومې وړ ښځې ته پرېږدي.

د انځور حقوق REUTERS/Mohammad Ismail
Image caption ۲۲ کلنه کریشمه ناز د 'زن' تلوېزیون یوه وړاندې کوونکې ده

ننګونې

دغه تلویزیون په داسې لاره پښه ایښې چې له اغزیو ډکه ده، خو کارکوونکي یې وايي سمه لاره یې غوره کړې.

د رسنیو د څار ځینې سرچینې وايي، په وروستیو کلونو کې تر ۱۰۰ ډېرو ښځینه خبریالانو د ګواښونو او تاوتریخوالو له کبله خپلې دندې پرې ایښې دي.

د زن تلوېزیون بنسټګر بي بي سي ته وویل، له کله یې چې د دغه تلوېزیون د جوړېدو تکل کړی، له بېلو لارو یې پر وړاندې خنډونه جوړ شوي او په خبره یې چې مبارزه یې ور سره کړې ده.

د دغه تلوېزیون د خپرونو مسوول غلام جان بي بي سي ته وویل، پوهېږو چې له دودیز او کلتوري اړخه مو پر سخته لاره مزل پیل کړی، خو زموږ لاره سمه لار ده.

تر دې وړاندې هم د ښځو لپاره ځینې ځانګړې راډیوګانې جوړې شوې وې، خو د مالي لګښتونو کموالي یې د خپرونو پر کیفیت او کمیت ناوړه اغېز پرې ایستلی دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب