پکتیا کې پر کابل بانک ډله ییز برید شوی

پولیس د انځور حقوق AFP/Getty Images

د افغانستان جنوب ختیځ پکتیا ولایت کې مرکز ګردیز ښار کې د کابل بانک پر یوې څانګې یوې ډلې ځانمرګو برید کړی.

د پکتیا مرستیال والي عبدالولي صحیح بي بي سي ته وویل، ټول برید کوونکي وژل شوي، سیمه ارامه شوې، دوه کسان وژل شوي او اوه کسان ټپیان شوي، چې ډېری یې ولسي وګړي دي. نوموړی وايي، نښتې شاوخوا دوه ساعته دوام کړی.

د پکتیا امنیه قومندان توریالي عبدیاني بي بي سي ته وویل، یوه بریدګر ځان چوولی او بل د بانک د ننه مقاومت کاوه.

خو د پکتیا د عامې روغتیا سرپرست ډاکټر هدایت الله حمیدي وايي، په برید کې دوه کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي، خو عیني شاهدان وايي، برید کې تر څلوېښتو کسانو پورې مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړی وايي، د بانک د یوه ساتونکي په ګډون یې درې ټپیان چې ټپونه یې ژور و، کابل ته استولي.

هلمند کې پر کابل بانک ډله ییز برید اوه کسان وژلي

پکتیا کې ځانمرګي برید دوه قومي مشران وژلي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، یو بریدګر وژل شوی، خو بل بریدګر د بانک یوه خونه کې ځان پټ کړی و.

د دغه وزات ویاند نجیب دانش پر ټویټر لیکلي، د بانک ټول کارکوونکي د پولیسو په همکارۍ خوندي ځای ته لېږدول شوي او ټپیان روغتون ته وړل شوي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وايي، برید د شنبې په ورځ (مې ۲۰مه) ماسپښین شاوخوا دوې نیمې بجې ګردیز کې د کابل بانک پر ودانۍ پیل شو.

د برید پړه وسله والو طالبانو منلې. ددغې ډلې یوه ویاند قاري یوسف احمدي پر ټویټر لیکلي، برید یې ګردیز کې د ملي اردو، اربکیانو او نورو سرتېرو پر هغې ډلې کړی، چې له بانکه یې تنخاوې اخیستې.

دا لومړی ځل نه دی چې د کابل بانک پر څانګو بریدونه کېږي.

په ۲۰۱۴ کال هلمند کې پر کابل بانک څلورو برید کوونکو برید کړی و، چې اوه کسان یې وژلي وو او اوه نور یې ټپیان کړي وو.

تر هغه وړاندې، د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ میاشت کې هم وسله والو د ختیځ ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د کابل بانک پر یوې څانګې برید کړی و، چې لږترلږه څلوېښت کسان پکې وژل شوي وو او تر اویا ډېر نور ټپیان وو.

اړونده مطالب

ورته مطالب