زابل کې وسله والو ۲۰ ملي او سیمه ییز پولیس وژلي

پولیس د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption په وژل شویو او ټپیانو کې ملي او سیمه ییز پولیس دواړه شامل دي

د افغانستان سوېلي زابل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د طالبانو په ډله ییزو بریدونو کې شل افغان ملي او محلي پولیس وژل شوي. برید تېره شپه شاجوی او ده چوپان ولسوالیو کې پر ځینو امنیتي پوستو شوي.

په بریدونو کې تر لسو ډېر نور پولیس ټپیان شوي هم دي.

د زابل والي بسم الله افغانمل د بي بي سي خبریال مامون دراني ته ویلي، وسله والو طالبانو تېره شپه دا بریدونه د شاجوی د چینو او هولان باد په سیمو کې پر یو شمېر امنیتي پوستو کړي.

ماین چاودنې د زابل شنکۍ ولسوالۍ امنیه قومندان وژلی

زابل کې د ملي راډيو ټلويزيون خبريال وژل شوی

نوموړی وايي، له تېرودوو میاشتو راهیسې وسله والو مخالفانود مرکز کلات د سقوط پلان درلود، چې بالاخره تېره شپه تر زرو ډېرو وسله واو پر مرکز کلات او ځینو نورو سیمو بریدونه وکړل.

د افغانمل په خبره، په ده چوپان ولسوالۍ کې هم د دوی څلور پولیس ټپیان شوي، خو ځینې رپوټونه وايي، په دوو ولسوالیو کې شاوخوا ۱۵ پولیس ټپیان دي.

دی وايي، وسله والو طالبانو هم مهاله پر مرکز کلات شاوخوا ۴۰ توغندي توغولي.

چارواکي وايي، دا توغندي پر ځینو کورونو هم لګېدلي، خو چاته یې د سر زیان نه دی اړولی.

طالبان وايي، د زابل مرکز کلات کې یې د بهرنیو پر اډې او قومندانۍ توغندي ویشتلي.

د قاري یوسف احمدي په نوم د طالبانو یوه ویاند پر ټویټر لیکلي، جنګیالیو یې زابل کې یې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې ګڼ سرتېري یې وژلي او مهمات یې نیولي دي.

نوموړی وايي، د زابل مرکز کلات له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه روانه ده او د کابل - کندهار لویه لار، چې پر زابل تېره شوې، د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

ورته مطالب