وسله والو کابل کې یوه جرمنۍ ښځه وژلې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
وسله والو په کابل کې پر یوه مېلمستون برید کړی، یوه جرمنۍ ښځه او یو افغان ساتونکی یې وژلي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، وسله والو کابل کې پر یوه مېلمستون برید کړی، یوه جرمنۍ ښځه یې وژلې او د یوه افغان ساتونکي سر یې غوڅ کړی دی.

تېره شپه د کابل ښار لوېدیځ کې د یوې بهرنۍ نادولتي مؤسسې پر مېلمستون برید کړی، چې یوه بهرنۍ ښځه او د هغې یو افغان ساتونکی پکې وژل شوي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش بي بي سي ته ویلي، پېښه تېره شپه د کابل لوېدیځ دارالامان سیمه کې شوې ده.

دی وايي، په وسلو سمبالو کسانو د سویډن یوې نادولتي مؤسسې (Operation Mercy) پر مېلمستون برید کړی.

د پېښې پرمهال یوه فنلنډۍ ښځه ترۍ تم شوې، چې ښايي تښتول شوې وي.

نجیب دانش وايي، دغه ټول بهرنیان د یادې مؤسسې کارکوونکي دي.

افغانستان د انځور حقوق Reuters
Image caption د افغانستان د سوداګرۍ خونې د یوه رپوټ له مخې، یوازې په تېر ۲۰۱۶ کال کې لږترلږه ۸۰ سوداګر افغانستان کې تښتول شوي.

دغې مؤسسې، چې مرکز یې د سویډن په اریبرو کې دی او پرمختیايي چارې مخته وړي، تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

په تېرو څو کلونو کې ګڼ بهرنیان له پلازمېنې کابله تښتول شوي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره شپه د کابل ښار لوېدیځ کې د یوې بهرنۍ نادولتي مؤسسې پر مېلمستون برید کړی، چې یوه بهرنۍ ښځه او د هغې یو افغان ساتونکی پکې وژل شوي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش بي بي سي ته ویلي، د پېښې پرمهال د فنلنډ یوه وګړې تښتول شوې.

نوموړی وايي، پېښه د کابل ښار ۷مې امنیتي حوزې اړوند دارالامان سیمه کې شوې.

نجیب دانش وايي، دغه ټول بهرنیان د Mercy مؤسسې کارکوونکي دي.

د رپوټونو له مخې، له ۲۰۰۱ راهیسې افغانستان کې تر ۱۰۰ ډېر کسان تښتول شوي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د یوه رپوټ له مخې، یوازې په تېر ۲۰۱۶ کال کې لږترلږه ۸۰ سوداګر افغانستان کې تښتول شوي.

زابل

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption په وژل شویو او ټپیانو کې ملي او سیمه ییز پولیس دواړه شامل دي

په یوه بله پېښه کې د افغانستان په جنوبي زابل ولایت کې وسله والو طالبانو ۲۰ افغان پولیس وژلي دي.

په وژل شویو کې ملي او سیمه ییز پولیس دي.

طالبانو د زابل پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې لس نور پولیس پکې ټپیان شوي هم دي.

د زابل والي بسم الله افغانمل د بي بي سي خبریال مامون دراني ته ویلي، وسله والو طالبانو تېره شپه دا بریدونه د شاجوی د چینو او هولان باد په سیمو کې پر یو شمېر امنیتي پوستو کړي.