افغانستان کې موزیمونو ته د حکومت پاملرنه ډېرېږي

نورستاني توکي
Image caption دېوال ته ځوړوندې چړې 'کټېرې' نومېږي. د مار په زهرو موښل شوې، چې هره پېلغه او هر ځوان یې له ځان سره ساتي

د موزیم ورځې په مناسبت د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغه هېواد موزیمونو وضعیت ښه کولو لپاره یوه پنځه کلنه ستراتېژي جوړه کړې.

دغه وزارت همداراز په پام کې لري نورو هېوادونو ته د افغانستان له موزیمونو په ناقانونه ډول وړل شوي آثار راټول او بېرته هېواد ته ولېږدوي.

د دولتي موزیمونو ترڅنګ افغانستان کې یو شمېر خصوصي موزیمونه هم شته. له دې ډلې د افغانستان په ختیځ کې د نورستان یو اوسېدونکی دی چې وایي، ددغه ولایت د تېرو دوو پېړیو په لاس جوړ کړي اثار راټول کړي.

ددې کار هدف دا دی چې د لرغونو توکو د ساتلو له لارې د نورستانیانو ژوند او تاریخ خوندي شي.

هغه وویل، دا لرغوني توکي یې په ډېر خوارۍ راټولې کړي او په پام کې لري د ساتلو لپاره یې په خپل کور کې د موزیم په بڼه یو ځای جوړ کړي.

له وړیو جوړې جامې، د څرمنو پیزار او د پيغلو د ګاڼې توکي، اوږۍ، کره او امیلونه چې سپین زر په کې کاریدلي د سلو کالو مخکې د نورستانیو میرمنو دذوق ښکاروندویه ده .

دا ټول توکي په یوه وړه خونه کې راټول دي او ددې ښکارندویي کوي چې نورستانیان پرځان بسیا وو، له خوړو تر پوښاک او د لوښو کنډولو هرڅه یې خپل و .

خو د نورستان د تیر یوه مهمه برخه د تربګنیو د پیر غشي او لیندۍ دي چې اوس د لوبو او بوختیا وسیلې ګرځېدلي.

Image caption د کار جامې، چې د څارویو له پوستکي جوړې دي.

د نورستان د مرکز کانتیوا اوسیدونکی محمد نذیر وايي، ددې لوبې لپاره ځانګړي وختونه دي د مرغومي او سلواغې په میاشتو کې چې ښه واوره پریوځي دغه ځایونو کې نیزه بازي کوي او نښې ولي .

د نورستانیو لوښو په منځ کې لرګین کنډولي اوس سپیره او ګرد وهلي، خو لږ کلونه مخکې په کور د جوړو شرابو ډک او په مستو لاسونو پورته کېده .

له شرابو سره دا خلک بې ناڅا هم نه و (یزو) یې مشهوره ګډه ده، چې په ښادیو کې به دغښتلي وجود څښتنو ځوانانو له تودیدو سره خاورین بامونه سوري کول .

د کابل په دې کور کې د نورستان د موسیقۍ یوه اله هم سترګو کېده چې "واژ" یې بلله .

د نورستان په ختیځ کې د برګمټال اوسیدونکd محمد جمی د باژ په اړه وویل، "زموږ بیلابیل اتڼونه دي او د همدې واژ موسیقۍ ته ځوانان به غورځېده نټ زموږ تر ټولو خوندور اتڼ و".

د شتمن فرهنګ نښې که په موزیم کې وي او که د کور زړو خونو کې خو دا چې د نورستانیانو د ژوند رنګ او انداز دومره ژر واوښت ښایي د پوښتنې خبره وي.

د واما ولسوالۍ اوسیدونکی ملا عارف الله وایي؛ د فرهنګ په بدلولو کې د اسلامي دینې عالمانو رول خورا پیاوړی دی.دوی "هڅې وکړې چې ډانسونه (ګډا) له منځه یوسي او خلک ته ووایي چې دا کار حرام دی، په کورونو کې یو بل "نا روا کار" د شرابو جوړېده و چې دا هم ملایانو بند کړل."

پر دولتي هلو ځلو ورهاخوا د نورستانیانو له لوري د خپل تاریخ او لرغونتوب ساتل ښايي ګڼ نور قومونه هم دې چارې ته وهڅوي.

Image caption واژ؛ د نورستان د موسیقۍ اله ده چې اتڼچیان نڅا ته مستوي. له څرمنې او لرګي جوړه ده