ګلاره؛ ننداره، 'ښځه، ژوند او ښکلا'

د انځور حقوق Gellara

تاوتریخوالی، محرومیت او بې وسي، هغه نه جلا کېدونکې مسلې دي، چې تر ډېره حده افغان ښځې پرې بحث کوي. 'ګلاره ' مجله غواړي د ښځې بېله څېره وښيي.

د دغې مجلې لومړۍ ګڼه دا وروستیو کې کابل کې دوه زره ټوکه کې له چاپه راوتلي، چې د چاپ چارې یې پېغلو تر سره کړې.

د مجلې پر یوه پوښتۍ د افغان سندرغاړې مژده جمال زاده یو انځور خپور شوی او "ښځه، ژوند او ښکلا" سرلیک ورکړل شوی دی.

د مجلې نوم د هغو کردي مبارزو نجونو له نامه اخیستل شوی، چې عراق کې د 'اسلامي دولت ' 'داعش ' ډلې پروړاندې جنګېږي.

* " زۀ مړ يم، بيمه مې ميرمن ته ورکړئ"

* د هستۍ پر څنډه: د يوې افغانې ميرمن سفر

د مجلې چلوونکې وايي، ګلاره د ښځو له خوا ښځو ته خپرونې لري او د ښځو اړوندې مسلې او مطالب به خپروي.

دا مجله په دودیزه افغان ټولنه کې د ښځو د فعالیت یو نوی ګام ګڼل کېږي.

د مجلې لومړۍ ګڼه پاریس کې د ماډل اړوند مطالب خپاره شوي، همداشان، د میندوارۍ کنټرول، د میندوارۍ پرمهال شیک ګرځېدل او د سینې سرطان په تړاو مطالب هم لري.

دا مجله د ښځو اړوند ځینې نور مطالب، چې تر ډېره ددوی پر سینګار پورې تړاو لري، خپروي.

دغه مجله پاریس کې د یوې افغان سندرغاړې د سندرې له خپرېدا او پر خواله رسنیوپه دې تړاو تر بېلابېلو غبرګونونو وروسته خپرېږي.

د بنسټپالو مخالفت لویه ستونزه

د انځور حقوق Gellara
Image caption ددې مجلې چلول او خپرول د افغانستان په دودیزه ټولنه کې یو نوی فعالیت ګڼل کېږي

د ګلاره مجلې مسوولان وايي، په اوږدمهال کې د افغان ښځو د ''مثبتې څېرې ښودلو '' هیله لري، خو د ګلاره مدیره فتانه حسن زاده باوري ده چې د بنسټپالي فکر لرونکو کسانو له مخالفت سره به مخامخ شي.

د هغې په خبره، ان د دې ټولنې د ځینې لوستو کسانو سره به هم په ټکر کې وي:

"ځکه هغوی دا نه خوښوي چې له څادرۍ پرته د ښځو انځور په مجله کې خپور شي".

* " که نجلۍ پيدا شوه فيس نه اخلم"

* يوې افغانې مور شپږگوني ماشومان زيږولي

خو د نوموړې په اند، دغه کار غځول او هدف ته رسېدل ورته ډېر مهم دي.

اوس ګلاره د هغو مالي شرکتونو په ملاتړ خپرېږي چې په دې مجله کې یې سوداګریز اعلانونه خپرېږي.

د افغان مېرمنو لپاره لومړنۍ خپرونه

فتانه د انځور حقوق Fatana Hasanzada
Image caption د ګلاره مجلې مشره فتانه حسن‌زاده او ملګرې یې هڅه کوي او هیله لري چې دا مجله افغانستان کې هر کور ته ورسېږي

په افغان چاپي رسنیو کې د ښځو لومړنۍ ونډه ۱۲۹۹ لمریز کال ته رسېږي چې پرمختیاپال افغان پاچا امان الله خان واکمن و.

پر هغه مهال د ښځو لپاره ځانګړې شوې لومړنۍ خپرونه "ارشاد النسوان" چاپ شوه. خو د شاه امان الله خان د واکمنۍ په پرځېدلو سره دا خپرونه هم وتړل شوه.

* د پښتنې انځورګرې کښل شوي اثار

* د څلورو افغانو میرمنو کار په نړېواله کچه وستایل شو

له هغې مجلې لسګونه کلونه وروسته د مېرمنو لپاره ځانګړې مجله"میرمن" پر ۱۳۳۲ کال د افغان چاپي رسنیو ډګر ته را ووتله او څو کاله یې دوام درلود.

هغه مهال په هرات کې د "مهری" په نوم مجله هم خپرېدله، چې مېرمنو ته ځانګړې شوې وه.

د ښځو ملاتړې څه وايي؟

د انځور حقوق Gellara
Image caption د ګلاره مجلې لومړۍ ګڼه د ښځو لپاره د ځانګړي تلوېزون له ازمایښتي خپرونو دوه ورځې مخکې چاپېږي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعالان وايي، چې ګلاره مجله به د مېرمنو د ویښتیا برخه کې ښه رول ولوبوي.

د ګلاره مجلې لومړۍ ګڼه د ښځو لپاره د ځانګړي تلوېزون له ازمایښتي خپرونو دوه ورځې مخکې چاپېږي.

د افغان مېرمنو خبري اژانس مشره حمیرا ثاقب د مېرمنو چارې څاري. هغې بي بي سي ته وویل، د افغانستان اوسني سیاسی او ټولنیز شرایط د ښځو ډېر مقاومت ته اړتیا لري.

* ېوې ٨٥ کلنې مېرمنې الوتکه پر ځمکه کېنوله

* له ميرمنې سره جنگ پلار د ماشوم پلورلو ته وهڅاوۀ

د هغې په اند، هر هغه ګام چې د ښځو په مشرۍ د مېرمنو د حقونو لپاره پورته کېږي بې ګټې نه دی.

مېرمن ثاقب وايي، که څه هم تېرو ۱۵ کلونو کې د افغان مېرمنو په ټولنیز ژوند کې ښه بدلون راغلی، خو د ننګونو له امله لا هم د ښځو برخه کې د کار او هڅو پایلې "په زړه پورې" نه دي.

هغه زیاتوي چې د افغان مېرمنو چارې ان په ډېرو لویو ښارونو کې هم له ستونزو سره مخ دي او ان "د لوستو کسانو له نیوکو" سره هم مخ دي.

د انځور حقوق Gellara
Image caption ګلاره به میاشت کې خپرېږي او د ښځو اړوند مسلې به لري.