د جمعیت اسلامي په پراخ بدلون کې د عبدالله نوم نه شته

د جمعیت اسلامي په پراخ بدلون کې د عبدالله نوم نه شته د انځور حقوق FB
Image caption په دغه نوی ۶۴ کسیزه ډله کې یې په لومړي ځل ۳ ښځو او د بېلابیلو قومونو کسانو ته ځای ورکړی دی.

د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند په رهبرۍ کې د بې اتفاقۍ له ګنګوسو وروسته دغه ګوند د مشرتابه شورا د ۶۴ غړیو نومونه اعلان کړي.

په دغه لست کې د دوو پخوانیو مخکښو غړیو عبدالله عبدالله او امرالله صالح نومونه نه شته.

د جمعیت ګوند مشرتابه غړی محمد نسیم فقیري بي بي سي ته وویل، د افغان حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله نور له دوی سره رسمي غړيتوب نه لري:

''دې کې کوم شک او شبه نه شته، چې ښاغلی عبدالله یو مجاهد سړی دی او د جهاد او مقاومت پر مهال یې رول مهم و، خو د جمعیت ګوند غړی نه دی او په غونډو کې یې هم ګډون نه لري، خو د یوه معزز او درناوي وړ شخصیت په توګه ټول ورته درناوي کوي. ''

پخوا د دغه ګوند د مشرتابه شورا غړي یوازې ۹ تنه وو، خو په دغه نوی ۶۴ کسیزه ډله کې یې په لومړي ځل ۳ ښځو او د بېلابیلو قومونو کسانو ته ځای ورکړی دی.

د جمعیت اسلامي مشرانو د دغه ګوند د پخواني مشر برهان الدین رباني له وژل کېدو وروسته هڅه کوله چې په دغه ګوند کې پراخ بدلونونه راولي.

څه موده وړاندې د جمعیت اسلامي اجراییه مشر عطاء محمد نور ویلي و له عبدالله عبدالله یې لاره بېله کړې ده او په وینا یې عبدالله عبدالله په تېرو دوو نیمو کلونو کې ډېر کمزوری عمل کړی او نور يې پر سیاسي پرېکړو بشپړ باور نه لري.

نوموړي عبدالله یو بې زړه، بې وسه او مذبذب کس بللی و.

ښاغلي عبدالله تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو ښاغلی فقیر وايي "اوس جمعیت هڅه کوي د ښاغلیو عبدالله او عطاء ترمنځ د اختلافونو کمولو کې رول ولري ''.

اوسمهال د دغه ګوند موقتي مشر د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني دی او دویم مهم کس په کې د بلخ والي عطاء محمد نور دی.

جمعیت اسلامي د افغانستان په اوسني حکومت کې یو شمېر وزارتونه او څو مهمې ادارې په خپله برخه کې لري.

د انځور حقوق .
Image caption ښاغلي نور دا وروستیو کې ویلي و له عبدالله عبدالله یې لاره بېله کړې ده

جمعیت ګوند له شپږو کلونو وروسته د ځان را ټولولو هڅې بیا پیل کړې دي.

افغانستان کې د وروستیو بدلونونو او د جمعیت ګوند د پخواني سیاسي سیال ګلبدین حکمتیار په راتګ سره د ګوندونو ظاهري خوځښتونه زیات شوي.

د جمیعت اسلامي غړي وايي، راتلونکی ګام به یې د دغه ګوند د کنګرې رابلل وي.


د جمعیت پراخ بدلون رغنیزه کړنه که غبرګوني چلند؟

حسیب عمار، بي بي سي

د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ غړو د زیاتولو په اړه خپل وروستی ګام په دغه ګوند کې د تصمیم نېونې د میکانیزم د پیاوړتیا په پار ګټور او له ډېرپلوۍ (ګثرت ګرايۍ) سره همغږی بولي.

دغه نوی جوړښت په ټوله کې د افغانستان په سیاسي چاپیریال کې له نویو رودو ګڼل کېږي.

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند دغه ګام ته تر ډېره د رغنیزې کړنې نه، بلکې غبرګوني چلند په سترګه کتل کېږي.

په تېرو کلونو کې د یاد ګوند سترې ستونزې د مشر نشتوالی او د ګوند دنني (داخلي) اختلافونه وو.

یادې ستونزې لا هم پر خپل ځای دي. تر اوسه جمعیت اسلامي د برهان الدین رباني په څېر بل مشر نه لري او داسې نښې نښانې هم نه شته چې د مشرۍ پر سر دې د جمعیت ګوند د غړو ترمنځ دې اختلافونه مهار شوي وي.

کابل ته د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په رسېدو انګېرنې دا دي چې جمعیت اسلامي ګوند به ډېر سره منسجم شي چې وروستی اقدام یې هم ظاهراً د حزب اسلامي د مشر راتګ ته غبرګون دی.

تر اوسه لا په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیتونو نه دي بنسټیز شوي، د یوه سیاسي ګوند د مشر کاریزماټیک چلند، د ګوند د ټولو غړو په پرتله ډېر ټاکونکی دی.

حزب اسلامي کریزماټیک رهبر موندلی خو په جمعیت اسلامي کې لا دغه تشه پر خپل ځای ده.

لرې ده چې په اوسنيو شرایطو کې دې د کاریزماټیک مشر په نه موجودیت کې په رهبرۍ شورا کې د غړو د شمېر په زیاتېدا یاده تشه ډکه شي.


عبدالله عبدالله د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو د دغه ګوند نوماند و، خو اوس یې نوم د دغه ګوند د رهبري شورا د غړو په نوي نوملړ کې نه شته.

د دغه ګوند ویاند واقف حکیمي وايي، د نوې رهبرۍ شورا جوړول یې د عبدالله عبدالله او امرالله صالح په څېر کسانو پر مخ د جمعیت اسلامي د دروازو تړلو په مانا نه ده.

نوموړي وویل، هغوی هم کولای شي، بیاځلي په دغه ګوند غړیتوب تر لاسه کړي.

ښاغلی صالح دمګړۍ د (روند سبز/زرغون بهیر) مشر او د امنیتي ځواکونو د لیکو د سمون په چارو کې د دولت وزیر دی.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د دغه ګوند ویاند واقف حکیمي وايي، د نوې رهبرۍ شورا جوړول یې د عبدالله عبدالله او امرالله صالح په څېر کسانو پر مخ د جمعیت اسلامي د دروازو تړلو په مانا نه ده.

په وروستیو میاشتو کې د عبدالله عبدالله او عطامحمد نور ترمنځ اختلافونه دې کچې ته ورسېدل چې ښاغلي نور وویل، د افغانستان د ملي یووالي حکومت له اجرایوي مشره یې خپل سیاسي ملاتړ اخیستی او هغه یې د ملي وحدت حکومت د پرېکړه لیک په پلي کولو کې پاتې وباله.

له بلې خوا انګېرل کېږي چې په افغانستان کې چټکو بدلونونو، په ځانګړي ډول کابل ته د حزب اسلامي د مشر حکمتیار په راستنېدو، جمعیت اسلامي او نور ګوندونه ډېر فعالیت او هڅو ته اړ شوي دي.

دوه اونۍ وړاندې د کریم خلیلي په مشرۍ د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند هم په کابل کې غونډه جوړه کړې وه.

اړونده مطالب

ورته مطالب