د بامیان هوايي ډګر پېښې په تړاو له امنیتي چارواکو پوښتنې ګروېږنې

بامیان د انځور حقوق AFP
Image caption د کام ایر هوايي شرکت چارواکو بي‌بي‌سي ته وویل، تر هغه چې د بامیان د هوايي ډګر د امنیت ډاډ ور نه کړل شي، دغه ولایت ته نورې الوتنې نه کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، بامیان کې یې د کام ایر هوايي شرکت د الوتکې د ناستې د مخنیوي پېښې په تړاو له دوو امنیتي چارواکو پوښتنې ګروېږنې پیل کړې دي.

پېښه د سه شنبه په ورځ (مۍ ۲۳مه) رامنځته شوې وه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش بي‌بي‌سي ته وویل، کله یې چې د کام ایر د الوتکې د ناستې د مخنیوي راپور تر لاسه کړ، لاس په کار شول، خو الوتکه کابل ته رسېدلې وه:

"یو پلاوی مو ګومارلی چې د پېښې څرنګوالی وڅېړي. په لومړي ګام کې مو د بامیان د لومړۍ امنیتي حوزې امر او د هوايي ډګر امنیتي مسوول تر نظارت لاندې نیولي او د دې پېښې په نورو هڅوونکو پسې لټه روانه ده."

د ولسي جرګې وکیل بامیان کې د الوتکې کېناستلو مخه ونیوله

کام ایر بامیان ته الوتنې وځنډولې

د کام ایر هوايي شرکت چارواکو بي‌بي‌سي ته وویل، تر هغه چې د بامیان د هوايي ډګر د امنیت ډاډ ور نه کړل شي، دغه ولایت ته نورې الوتنې نه کوي.

د کام ایر هوايي شرکت عمومي مدیر کپتان صمد عثمان صمدي بي‌بي‌سي پښتو ویبپاڼې ته وویل، تر نامعلوم وخته یې بامیان ته خپلې الوتنې ځنډولي دي:

"تر څو چې د هوايي چلند وزارت موږ ته د ورته پېښو د بیا تکرار د مخنیوي ډاډ رانه کړي، موږ بامیان ته خپلې الوتنې نه پیلوو."

یاد شرکت تر هغه وروسته بامیان ته خپل هوايي پروازونه وځنډول چې په ولسي جرګه کې د یاد ولایت استازي عبدالرحمن شهیداني کسانو په بامیانو کې د دغه شرکت مساپر وړونکې الوتکه ناستې ته پرې نه ښوده. "

د ولسي جرګې غړي عبدالرحمن شهیداني رسنیو ته ویلي، په ټاکلي وخت هوايي ډګر ته رسېدلی، مګر د ځانګړو مسافرو تالار ته د تللو له امله لږ ځنډېدلی دی.

نوموړی په بامیانو کې د کام ایر الوتکې د ناستې د مخنیوي په اړه ناخبري څرګنده کړې ده.

الوتکه څنګه له ناستې راوګرځول شوه؟

له بامیان ولایته کام ایر شرکت ته په استول شوي راپور کې راغلي: "عبدالرحمن شهیداني، غلام حسین ناصري، احمد ضیاء ضیاء او محمد جعفري چې مخکې ورځو کې یې د کام ایر له بامیان څانګې ټکټونه اخیستي وو، د الوت پر وخت الوتکې ته د نه رسېدو له امله له الوتکې پاتې شوي دي."

په راپور کې راغلي، د بامیان د هوايي ډګر نظامي امر حاجي احمد خان او د بامیان ښار د لومړۍ امنیتي حوزې امر محمد شریف شهیداني (د عبدالرحمن شهیداني زوی)، د هوايي ډګر کارکوونکي وګواښل چې د هغه د پلار د نه راوړو له امله خلک ستاسو الوتکې ته د ناستې اجازه نه در کوي.

په راپور کې راغلي:

"شېبه وروسته خلک د هوايي ډګر د نظامي امر په اجازه او د محمد شریف شهیداني په همغږۍ، له عمومي دروازې هوايي ډګر ته ننوتل او پر ځغاست لیکه یې تیږې کوټ کړې."

د انځور حقوق FB
Image caption د ولسي جرګې غړي عبدالرحمن شهیداني رسنیو ته ویلي، په ټاکلي وخت هوايي ډګر ته رسېدلی، مګر د ځانګړو مسافرو تالار ته د تللو له امله لږ ځنډېدلی دی.

د ښاغلي صمدي په خبره، تېره اونۍ ولسي جرګې ور بللی او د کام ایر په الوتنو کې یې د ځنډ له پېښېدو شکایت ورته کړی، خو په خبره یې اوس خپله یو وکیل زموږ د الوتکې ناستې مخه نیولې چې دغه کار د نورو الوتنو د ځنډ سبب شوی دی".

د کام ایر شرکت چارواکو بي‌بي‌سي ته وویل، یوازې بامیان ولایت ته یې الوتنې ځنډېدلي او د افغانستان نورو ولایتونو ته یې په پروازونو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

ورته مطالب