ناټو د جګړییزو عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته، افغانستان کې څه کوي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو قومندان جنرال جان نیکولسن

ټاکل شوې ده چې د ناټو په سر مشریزه کې چې نن (پنج شنبه) د ۲۰۱۷ کال د مې ۲۵ د بلجیم په برسلز کې پیلېدونکې ده په نړیوالو امنیتي ګواښونو او د د مخنیوي پر لارو چارو او همدارنګه د افغانستان پر کړکېچ خبرې وشي. د افغانستان کړکېچ دغې ناستې کې د ناټو د مشرانو د خبرو اترو یوه برخه ده.

د ناټو اتحاد ځواکونه د نړۍ په بیلابېلو برخو کې ځای پر ځای دي چې لویه برخه پوځیان يې افغانستان کې هم د افغان ځواکونو په روزنې بوخت دي.

د ناټو تر سرمشریزې یوه ورځ وړاندې د دغه سازمان سرمنشي ینس ستولتنبرګ بروکسل کې یوې خبرې ناستې کې افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو غوښتنې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په دې اړه وروستې پرېکړه به راتلونکې میاشت کوي.

ناټو د امهال افغانستان کې ۱۳ زره پوځیان لري چې د ۲۰۱۴ کال پر وروستۍ ورځ یې جګړییز ماموریت پای ته رسېدلی دی، او اوس يې ډېر پام د افغان ځواکونو روزنې او هغوی ته مشوره ورکولو ته اړولی دی.

افغانستان او ناټو په درې برخو کې راکړه ورکړه لري: د 'غوځ ملاتړ' ماموریت، د افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ او د افغانستان او ناټو اوږدمهالې همکاري.

خو د ناټو دې دریو ماموریتونو کې څه شامل دي او د افغانستان لپاره څه اهمیت لري؟

د 'غوڅ ملاتړ' ماموریت

وروسته له دې چې د ناټو ۱۳ کلن جګړه ییز ماموریت ' ایساف' په افغانستان کې پای ته ورسېد، دغه سازمان خپل نوی ماموریت د ۲۰۱۵کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د ' غوڅ ملاتړ' په نامه پیل کړ.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د "غوڅ ملاتړ" د ماموریت پخوانی قومندان

اوسمهال ناټو په افغانستان کې ۱۳۴۵۹ سرتېري لري. له هغو ۳۹ هېوادونو چې په دې ماموریت کې ګډون لري، امریکا، ایټالیا او جرمني د ځواکونو په تشکلیل کې تر نورو ډېره ونډه لري.

امریکا په ختیځ او سویل کې د افغان ځواکونو د روزنې، مرستې او مشورې ورکولو مسولیت لري. جرمني په شمال، ایټالیا په لوېدیځ کې او ترکیه په پلازمېنه کې ورته چاره پرمخ بیايي.

نړیوال ځواکونه له ۲۰۰۱ کاله وروسته افغانستان ته ولاړل او په دغې مودې کې یې نژدې ۳۴۰۰ پوځیان دغه هېواد کې ووژل شول چې امریکا د ۲۳۰۰ سرتېرو په له لاسه ورکولو د نوملړ په سرکې راځي.

د هغو هېوادونو نومونه چې په افغانستان کې د "غوڅ ملاتړ" د ماموریت مشري په بېلابېلو سیمو کې کوي
نوم د سرتېرو شمېر تر مشرۍ لاندې سیمې
امریکا ۶۹۴۱ د افغانستان ختیځ او سویل
جرمني ۹۸۰ د افغانستان شمال
ایټالیا ۱۰۳۷ د افغانستان لوېدیځ
ترکیه ۵۵۸ د افغانستان پلازمېنه

د ۲۰۱۶ کال جولای میاشت کې د ناټو مشرانو د وارسا په غونډې کې پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې دې د ناټو ماموریت تر ۲۰۱۶ کال وروسته هم وغځېږي.

ګډونوالو د غوځ ملاتړ د ماموریت پر دوام ټینګار وکړ، افغان ځواکونه یې تر پخوا پیاړوي او روزل شوي وبلل خو له دوی د مرستې او د دوی د ملاتړ دوام یې اړین وبلل.

له افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ

د ناټو او افغان دولت ترمنځ د هوکړې له مخې، د امنیتي ځواکونو د لګښت اصلي مسولیت د افغان دولت پرغاړه دی.

په ۲۰۱۲ کال کې د شیکاګو په ناسته کې افغان دولت ژمنه وکړه چې د کال لږترلږه ۵۰۰ میلیون ډالر به د افغان امنیتي ځواکونو د مالي لګښت لپاره برابروي. هممهاله ناټو او مرسته کوونکو هېوادونو هم ژمنه وکړه چې خپلو مرستو ته به ادامه ورکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د وارسا په غونډه کې افغان ولسمشر اشرف غني او اجراییه مشر عبدالله عبدالله هم ګډون کړی و.

تر هغه څلور کاله وروسته د تېر کال د جولای په میاشت کې د ناټو د مشرانو په ناسته کې د افغان امنیتي ځواکونو ټوله کلنۍ بودیجه ۵ میلیارد ډالر اټکل شوه. په دغې غونډې کې د ناټو مشرانو تر ۲۰۲۰ کاله د خپل ماموریت او له افغان امنیتي ځواکونو سره د خپلو مرستو پر دوام هوکړه وکړه.

د دغې ناستې د پایلو پر بنسټ هر کال امریکا ۵٫۳ میلیارد ډالر، د ناټو غړي نور هېوادونه ۱ میلیارد ډالر او افغان دولت ۵۰۰ میلیون ډالر افغان امنیتي ځواکونو ته برابروي.

د وارسا د غونډې د اعلان پر بنسټ، ناټو د خپلو مرستو به بدل کې له افغان دولته غواړي چې امنیتي بنسټونو کې اصلاحات راولي.

د ناټو دا سرمشریزه په داسې وخت کې کېږي چې افغانستان کې ددې اتحاد پوځي قوماندانو دې هېواد ته د نورو بهرنېو ځواکونو د لېږلو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان او ناټو ترمنځ اوږدمهالې ستراتېژیکې مرستې

د ناټو او افغانستان د اړیکو بله برخه د دواړو غاړو ترمنځ دوامداره ستراتیژیکې همکاري ټاکي. د ناټو او افغانستان ترمنځ د اوږدمهال مشارکت اعلامیه ۲۰۱۰ کال کې لیسبون کې لاسلیک شوه.

نشست لیسبون د انځور حقوق Getty Images
Image caption نشست لیسبون ۲۰۱۰

دغې اعلامیې افغانستان کې له ۲۰۱۰ کال وروسته د ناټو کړنلاره روښانه کړه چې د دواړو خواوو ترمنځ یې د اوږدمهالو همکاریو په چوکاټ کې سیاسي مشوره ورکونه او عملي همکارۍ یې برخې دي.

د دغې اعلامیې موخه دا وه چې د افغان امنیتي ځواکونو پر ملاتړ او پوځي روزنه ورکولو او د ظرفیت پر لوړولو یې ټینګار وشي او همدارنګه د امنیتي ځواکونو په لیکو کې اړین اصلاحات پلي شي.

د افغانستان او ناټو ترمنځ د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو پر هوکړې یو ځل بیا ۲۰۱۴ کال کې برتانیا کې د وېلز او ۲۰۱۶ کال کې د وارسا په غونډو کې د دواړو غاړو له خوا ټینګار وشو.

حمایت د انځور حقوق Getty Images
Image caption کابل کې د امریکا د دفاع وزیر د غوڅ ملاتړ له دفتره لیدنه وکړه.

له افغانستانه د ناټو پر ملاتړ ټینګار

ناټو وایي افغانستان کې د تر ۲۰ ډېرو " ترهګرو" ډلو فعالیت ته په کتو دغه سازمان نه غواړي افغانستان یو ځل بیا د " ترهګرو" په پټنځي تبدیل شي.

د کاناډا د دفاع وزیر هم ویلي چې افغانستان کې د ناټو ستراتیژي بریالۍ وه او له همدې امله له افغانانو سره د خپلې همکارۍ پر دوام ټینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو د شمېرو له مخې دا مهال د افغانستان په ۵۷ سلنه خاوره افغان حکومت کنترول لري او پاتې سیمې د وسله والو د مخامخ کنترول یا هم اغیز لاندې دی.

د پسرلي راتګ سره د افغانستان بېلابېلو برخو کې د حکومت او وسله والو ترمنځ جګړه نوره هم تنده شوې ده او دا احتمال یې زیات کړي دی چې د افغانستان بېلابیلې سيمې به راتلونکو څو میاشتې کې د سختوجګړو شاهدې وي.

د ناټو پوځي قومندانان وايي افغان پوځیانو سره د مرستې لپاره چې د طالبانو لاس ته لوېدلې سیمې بېرته ونیولی شي، نورو سرتېرو ته اړتیا لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرگ

د خبري سرچینو په لیکنه، افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو قومندان جنرال جان نیکولسن جګړې کې د هغه په وینا د په ټپه ولاړ حالت له منځه وړلو لپاره د ۵۰۰۰ اضافي سرتېرو غوښتنه کړې ده. که څه هم پخپله جنرال نیکولسن په رسمي ډول د سرتېرو شمېر ته اشاره نه ده کړې.

تمه کېده چې د بروکسل په ناستې کې د ناټو مشران افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو پر مسلې خپله پرېکړه واوروي، خو د ناټو سرمنشي وار له مخه وویل چې په دې اړه به راتلونکې میاشت پرېکړه اعلان کړي.

داسې ښکاري چې د ناټو د غړو هېوادونو ترمنځ د سرتېرو پر استولو نه سلا کېدل د ځنډ لامل وي. لکه څنګه چې د جرمني لومړۍ وزیرې لا له وړاندې اعلان کړی چې په پام کې نه لري افغانستان ته نور سرتېري واستوي.

ناټو اعلان کړی چې د دوی سرتېري به نور په افغانستان کې جګړه ییزو عملیاتو کې ښکېل نه شي.

ورته مطالب