د ناټو لا ډېر پوځیان به د افغانستان ستونزه هواره کړي؟

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د ناټو سرمشريزه او په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو ښکېلتيا

د ناټو په سر مشریزه کې چې نن(پنجشنبه) د بلجیم په برسلز کې پیل شوه په نړیوالو امنیتي ګواښونو او د هغې د مخنیوي په لارو چارو او همدارنګه د افغانستان پر کړکېچ خبرې کېږي. د افغانستان کړکېچ دغې ناستې کې د ناټو د مشرانو د خبرو اترو یوه برخه ده.

د ناټو اتحاد ځواکونه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ځای په ځای دي چې له ۱۰٫۰۰۰ زیات پوځیان يې د امریکا د متحده ایالتونو په مشرۍ افغانستان کې هم د افغان ځواکونو په روزنې بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې د رویټرز د خبري اژانس د یوې څیړنې پر بنسټ واک ته د ډونلډ ټرمپ له رسېدو وروسته افغانستان کې امریکايي ځواکونو له ۲۰۱۲ کال نه راهیسې يوې میاشت کې د وسله والو پرضد په لومړي ځل تر ټولو زیات هوایي ځواک کارولی دی.

د ناټو دا سرمشریزه په داسې وخت کې کېږي چې افغانستان کې ددې اتحاد پوځي قوماندانانو دې هېواد ته د نورو بهرنېو ځواکونو د لېږلو غوښتنه کړې ده، خو د پوځي چارو ځیني کارپوهان په دې اند دي چې جګړې کې د ښکېلتیا په تړاو د بهرنیو ځواکونو په ستراتېژۍ کې چې بدلون را نه شي، د پوځیانو زیاتول هېڅ اغېز نه شي درلودی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ا مریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په لومړي ځل د ناټو سازمان په سرمشریزه کې برخه اخیستې ده.

په افغانستان کې د شمالي اټلانټیک د تړون یا ناټو پوځونه تر ډېره د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې ماموریت پرمخ وړي، خو دې سره په خوا کې یوه برخه امریکايي پوځیان د وسله والو پرضد په جګړه ییزه عملیاتو کې هم برخه لري

د همدې عملیاتو په ترڅ کې امریکایانو په لومړي ځل تر ټولو لوی بم چې د بمونو مور په نوم یادېږي په ننګرهار کې د داعش پرضد وکاروه.

د بی بی سي د دفاعي چارو خبریال جانتن مارکس وايي ناټو د روزنې ماموریت پرمخ وړلو لپاره نورو پوځیانو ته اړتیا لري.

ښاغلی مارکس وايي: " ترکومه چې امریکایانو پورې اړه لري افغانستان کې دوه ماموریته پرمخ وړي، یو ددې اصلي ماموریت یعنې د افغان امنیتي ځواکونو روزنه ده. دا د ناټو د چتر لاندې کېږي چې د ناټو نور غړي هېوادونه هم په کې برخه لري، چې دا د بېلابېلو علتونو له امله یو څو زره نورو پوځیانو ته اړتیا لري. دویم ماموریت چې په پرتله ییز ډول وړوکی دی هغه د داعش ډلې پرضد د امریکایي ځواکونو جګړه ییز عملیات دي".

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان افغان جګړې کې د هغه په وینا په ټپه ولاړ حالت ته پای ورکولو لپاره د نورو بهرنېو ځواکونو د لېږلو غوښتنه کړې ده.

که افغانستان ته د نورو ځواکونو لېږل تاییدېږي ایا ددې احتمال شته چې د بهرنېو ځواکونوو د ماموریت او ښکلېتیا په بڼه کې به هم بدلون راشي؟ په دې اره جانتن مارکس وايي: "نه، زه فکر نه کوم، دا نوی ځواکونه به په اصولو کې د روزنې چارې پرمخ وړي، خو د تېر پرتله په ښه ډول. او د روان ماموریت په بڼې ډول کې به بدلون نه راځي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ناټو اتحاد ځواکونه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ځای په ځای دي چې له ۱۰٫۰۰۰ زیات پوځیان يې د امریکا د متحده ایالتونو په مشرۍ افغانستان کې هم د افغان ځواکونو په روزنې بوخت دي.

تر دې وړاندې هم د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ هم افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو غوښتنه کړې، خو د پوځي چارو یو شمېر افغان شنونکي په دې اند دي ترهغې چې د جګړې په تړاو د بهرنېو ځواکونو ستراتېژي بدله نه شي د پوځیانو زیاتول به اغېز ونلري.

په افغانستان کې د ناټو پخواني سلاکارامین الله حبیبي وايي: " اوسنۍ کړنلاره کار نه کوي. ناټو باید عملاً له افغان ځواکونو سره د جګړې په ډګر کې برخه واخلي."

د ښاغلي حبیبي په وینا د ستراتیژۍ له بدلونه پرته یوازې د سرتېرو ډېرول د افغانستان امنیتي ستونزې سره مرسته نه شي کولی.

په دې وروستیو کې امریکايي ځواکونو په کُندز کې افغان پوځ سره د طالبانو پرضد عملیاتو کې د افغان حکومت په وینا د ملاتړ تر کچې برخه درلوده، خو ترکومه چې جګړییزو عملیاتو کې د بهرنیو پوځيانو پراخ ګډون او یاهم په دې لړ کې د هغوي اوسنۍ ستراتېژۍ کې د بدلون پورې تړاو لري

د افغانستان د دفاع وزارت وايي هېواد کې دننه نه بلکې نړیوال باید بهر څخه د وسله والو د داخلېدو د مخنیوي لپاره ګامونه واخلي او په دې برخه کې خپلې ستراتېژۍ ته له سره وګوري.

د دفاع وزارت ویاند تورن جنرال دولت وزیري بي بي سي ته وويل: " د ترهګرو ځالې له افغانستانه د باندې دي او نړیواله ټولنه باید پر هغو کړیو فشار راوړي چې په خپل هېواد کې یې ساتي، وسلې ورکوي، ملاتړ یې کوي، تداوي او درملنه یې کوي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پسرلي راتګ سره د افغانستان بېلابېلو برخو کې د حکومت او وسله والو ترمنځ جګړه نوره هم تونده شوې ده.

ښاغلی وزیري وايي: "جګړه به هغه مهال افغانستان کې پای ومومي چې بهرني ځواکونه خپله ستراتیژي بدله کړي او افغانستان ته د ترهګرو د راتلو مخه ونیسي."

د ناټو د شمېرو له مخې دا مهال د افغانستان په ۵۷ سلنه خاوره افغان حکومت کنترول لري او پاتې سیمې د وسله والو د مخامخ کنترول یا هم اغیز لاندې دی.

د پسرلي راتګ سره د افغانستان بېلابېلو برخو کې د حکومت او وسله والو ترمنځ جګړه نوره هم تونده شوې ده او دا احتمال یې زیات کړي دی چې د افغانستان بېلابیلې سيمې به راتلونکو څو میاشتې کې د سختوجګړو شاهدې وي.