خوست کې د لوبغالي غوښتنه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

خوست کې د لوبغالي غوښتنه

په خوست کې د فوټبال ډېر مینه وال شته خو ځوانان وایي په دې برخه کې د تخنیکي وړتیاوو لوړولو ته اړتیا ده او د معیاري لوبغالي د جوړېدو غوښتونکي دي.

د فوټبال چارواکي وایي فدراسیون ورسره ژمنه کړې چې په ۱۳۷۹ کال کې به په ولسوالیو او ولایت کې د فوټبال ځینې اکاډمۍ جوړې کړي.

درځئ په خوست کې د فوټبال یوازینۍ اکاډمي ته ورشو چې ځوانان پکې هره ورځ د فوټبال روزنه کوي.