د روژې پر لومړۍ ورځ خوست کې 'موټربم برید' ۱۸ کسان وژلي

.
Image caption پېښه ځانمرګي موټر بم رامنځته کړې او پړه یې وسله والو طالبانو منلې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د روژې میاشتې پر لومړۍ ورځ د سوېل ختیځ خوست ښار د فوټبال لوبغالي ته څېرمه موټربم ځانمرګي برید لږترلږه ۱۸ کسان وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش پر ټویټر لیکلي، برید د شنبې په ورځ (مې ۲۷ مه) ګهیځ شاوخوا ۸ نیمې بجې د خوست ښار کابل اډه کې د موټر په مټ شوی.

نوموړی وايي، په برید کې دوه ماشومان هم ټپیان شوي.

افغانستان کې د شنبې په ورځ روژه ده

"خوست کې د امریکايي ځواکونو پر اډه موټربم برید شوی"

په خوست کې ځايي چارواکي وايي، دغه موټربم چاودنه په خوست ښار کې د فوټبال لوبغالي ته څېرمه د کمپاین پر ځواکونو شوې چې له امله یې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا د روژې میاشتې په لومړۍ ورځ لومړۍ چاودنه ده.

د خوست د عامې روغتیا سرپرست ګل محمدالدین محمدي بي بي سي پښتو ویبپاڼې ته وویل، له چاودنې ۱۴ مړي او ۸ ټپیان روغتونونو ته ور وړل شوي دي.

Image caption په ټپیانو کې د یوه روغتیايي وضعیت د ډاډ نه دی

د نوموړي په خبره، په ټپیانو کې د یوه روغتیايي وضعیت د ډاډ نه دی.

د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ بي‌بي‌سي ته وویل، چاودنه د ګڼې ګوڼې په سیمه کې او لا یې هدف نه روښانه شوی

د چاودنې پړه وسله والو طالبانو منلې او ویلي یې دي چې دا ځانمرګی موټربم برید و او د ۲۲ کسانو د وژلو ادعا یې کړې ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب