د وېش دروازه له اوږد ځنډ وروسته پرانيستل شوه

Image caption د وېش دروازه شاوخوا ۲۲ ورځی وړاندي د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر منځ پر ‌‌‌‌‌‌ډیورند کرښه تر نښتي وروسته وتړل شوه.

د کندهار د سپین بولدک او چمن تر منځ د وېش دروازه د هر ‌‌‌‌‌‌ډول تګ راتګ لپاره له اوږده ځنډ وروسته پرانیستل شوه.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر وایې، چي دغه دروازه یې د روژې د درناوي او افغان حکومت په غوښتنه بېرته پرانیستي ده.

سپین بولدک: د افغان او پاکستاني پوله ساتونکو تر منځ نښته شوې

د پاکستان دفاع وزير: پر ډيورنډ کرښې سرغړونو ته به مناسب ځواب ووايو

دغه دروازه شاوخوا ۲۲ ورځی وړاندي د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر منځ پر ‌‌‌‌‌‌ډیورند کرښه تر نښتي وروسته وتړل شوه.

د دواړو خواوو ولسي وګړو او ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه، خو اوسه هلته اوربند دی.

د وېش دروازې دواړو غاړو ته تلونکي او راتلونکي وګړي او سوداګر د دروازې پر پرانيستلو خوشاله دي.

افغان حکومت هم د وېش دروازې د بیا پرانیستلو پخلی کړی، خو دا یې نه دي ویلي چي د کومو شرطونو پر بنسټ دغه دروازه پرانیستل شوی ده.

وړاندي د پاکستان حکومت افغان لوري ته ویلي وه، چي دغه دروازه به په دې شرط بیرته پرانیزي، چي دوي به د ‌‌‌‌‌‌ډيورند پر کرښه پراته جهانګیر او لقمان کلي کي سر شمېرنه کوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب