استرالیا افغانستان ته ۳۰ نور سرتېري استوي

د استرالیا لومړي وزیر مالکولم ټرنبول تېره میاشت افغانستان کې له خپلو پوځيانو سره وکتل د انځور حقوق EPA
Image caption د استرالیا لومړي وزیر مالکولم ټرنبول تېره میاشت افغانستان کې له خپلو پوځيانو سره وکتل

د استرالیا د دفاع وزیرې ویلي، هېواد یې افغانستان ته د ۳۰ نورو سرتېرو استولو هوډ لري.

ماریس پایني ویلي، ددغو نورو پوځي سلاکارانو دنده به د افغان سرتېرو روزونه او هغوی ته سلا مشورې ورکول وي.

نوموړې وايي، د نویو سرتېرو په استولو سره به افغانستان کې د استرالیايي سرتېرو شمېر ۳۰۰ کسانو ته ورسېږي.

د روانې مې میاشتې لومړیو کې امریکايي چارواکو افغانستان ته له طالب جنګیالیو سره د جنګېدو لپاره د لږترلږه ۳۰۰۰ نورو پوځيانو د استولو غوښتنه کړې وه.

"افغانستان کې د امریکايي ځواکونو نامعلوم راتلونکی"

له برتانیا افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو غوښتنه وشوه

د افغان جګړې لپاره د امریکا د نوې تګلارې درې مهم ټکي

په تېره فبرورۍ میاشت کې، افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نیکولسن ویلي وو، افغانستان ته د ناامنیو د مخنیوي لپاره نورو امریکايي سرتېرو استولو ته اړتیا ده.

د استرالیا د دفاع وزیرې د دوشنبې په ورزځ پارلمان ته په وینا کې ویلي: ''دا چې افغانستان د ترهګرۍ پروړاندې د نړیوالې مبارزې مرکز دی، په مناسب وخت او مناسب د پرېکنده ملاتړ ځواکونو چوکاټ کې همکاري مهمه ده.''

هغې دا هم ویلي، په پوځي ماموریت کې د نورو هېوادونو سرتېرو استولو ته هم اړتیا ده.

په افغانستان کې د وسله والو مخالفانو پروړاندې د امریکا جګړه ییز ماموریت د ۲۰۱۴ کال تر پایه و، د افغان ځواکونو ملاتړ ته ځانګړو امریکايي ځواکونو خپل ماموریت وغځاوه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د استرالیا د دفاع وزیرې د دوشنبې په ورزځ پارلمان ته په وینا کې ویلي: ''دا چې افغانستان د ترهګرۍ پروړاندې د نړیوالې مبارزې مرکز دی، په مناسب وخت او مناسب د پرېکنده ملاتړ ځواکونو چوکاټ کې همکاري مهمه ده.''

دا مهال په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې شاوخوا ۱۳٫۰۰۰ سرتېري مېشت دي، چې ۸٫۴۰۰ یې امریکایان دي.

تېره میاشت وسله والو طالبانو مزار شریف ښار کې د پوځ پر قل اردو تر هغه خونړي برید وروسته افغانستان کې د 'پسرلنیو عملیاتو' پیلولو اعلان وکړ، چې لږترلږه ۱۳۵ افغان پوځيان په کې ووژل شول.

ورته مطالب