د اوونۍ بحث: د کابل د برید ترشا
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اوونۍ بحث: د کابل د برید ترشا

داسې برېښي چې افغانستان اوس مهال د کړکېچ له یوې تودې څپې د تېرېدو په حال کې دی. نړیوال او کورني اټکلونه ټول د حالاتو د لا نازکېدو وړاند وینه کوي. په تېرو پرله پسې میاشتو کې پر پلازمېنه بېساري او تر ډېره ویجاړوونکي بریدونه د جګړې په بڼه کې د بنسټیز بدلون ښکارندوی بلل کېږي.

په نژدې ټولو دغو بریدونو کې ولسي زیانونه اوښتي دي. هر وسله وال لوبغاړی په خپلو موخو پسې دی، هغه موخې چې پخپله له هغوی پرته نورو ته سمې روښانه نه دي. تاوتریخوالی داسې مهال زور اخلي چې د امریکا نوې ادارې لا هم خپله نوې افغان تګلاره په ډاګه کړې نه ده. افغانستان په داسې یوه حالت کې کومې خوا ته درومي؟

پر همدې له خپلو مېلمنو سره غږېږو چې دا ښاغلي دي:

پخوانی وزیر او ولسي مشر ډاکټر فاروق اعظم،

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو یو پخوانی سلاکار او پوځي چارپوه امین الله حبیبي دواړه په کابل کې،

او سیاسي څېړونکی شېرجان احمدزی د امریکا په متحدو ایالتونو کې.

دا بحث داوود جنبش وړاندې کوي.

اړونده مطالب