ملي امنیت: د کابل برید د پاکستان استخباراتي ادارې په لارښونې شوی

کابل د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان ملي امنیت ادارې لخوا په خپرې شوې یوې اعلامیه کې ویل شوي د کابل وزیر اکبرخان مېنې برید د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای په مستقیمه مرسته او لارښونې د حقاني شبکې لخوا پلان شوی دی.

د کابل وزیر اکبرخان مېنې کې د موټر بم چاودنې له کبله نژدې ۹۰ کسان وژل شوي او نژدې ۴۶۰ نور ټپیان شوي دي.

کابل کې د خونړي بریدونو نېټې او مرګ ژوبله

امریکايي جنرال: پاکستان ترهگر روزي او په افغانستان کې يې کاروي

افغانستان- پاکستان او د "تورونو لوبه"

تر اوسه کومې ډلې د کابل دغه برید کولو ادعا نه ده کړې او طالبان هم ویلي چې په دې برید کې لاس نه لري.

د پاکستان له لوري تر اوسه په دې تړاو کوم غبرګون نه دی څرګند شوی، خو له دې مخکې هم افغان او پاکستاني چارواکو په خپلو هېوادونو کې د یو شمېر خونړیو بریدونو وروسته پر یوه بل د دغو بریدونو تورونه پورې کړي دي.

د پاکستان سند ایالت کې فبرورۍ میاشت کې په یوه زیارت کې له خونړي برید وروسته پاکستاني پوځي چارواکو ادعا کړې وه، چې ګواکې هغه برید افغانستان کې پلان شوی و.

پاکستاني چارواکو له هغه برید سملاسي وروسته له افغانستان سره د تګ راتګ ټولې لارې تړلې وې.

همماله د افغانستان حکومت ویلي و؛ د ترهګریزو روزنو ۳۲ مرکزونو نوملړ یې اسلام اباد ته سپارلی چې د پاکستان په خاوره کې دي او د افغانستان پرضد فعالیت کوي.

ورته مطالب