افغان کرېکټ بورډ له پاکستان سره لوبې لغوه کړې

کرېکټ د انځور حقوق ACB
Image caption له دې مخکې د افغانستان او پاکستان کرېکټ بورډ مشرانو پرېکړه کړې وه چې لومړی لوبه په کابل او دویمه په لاهور کې ترسره کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي د کابل چاودنې په تړاو د امنیتي ادارو د موندنو له راپور سره سم او د افغان ولس د غوښتنو پر بنسټ د افغانستان کرېکټ بورډ له پاکستان کرېکټ بورډ سره د هر ډول سیالیو او دوجانبه اړیکو هوکړه لغوه کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي:

''له داسې هېواد سره، چې ترور پالنه په کې کېږي او د ترهګرو ځالې په کې فعالیت لري، د هیڅ ډول دوستانه سیالیو او دوه اړخیزو همکاریو هوکړه د تطبیق او تداوم وړ نه ده. ''

له دې مخکې د افغانستان او پاکستان کرېکټ بورډ مشرانو پرېکړه کړې وه چې لومړی لوبه په کابل او دویمه په لاهور کې ترسره کېږي.

کرېکټ: پاکستان سره لوبې "نه لغوه" کېږي

"پاکستان سره کرېکټ نه کوو"

کرېکټ: پاکستان لوبډله کابل ته سفر کوي

له هغه وروسته له تېرو څو ورځو راهیسې "له پاکستان سره کرېکټ نه کوو" په نوم پر خواله رسنیو هغه هشټګ لاس په لاس کېده، چې له 'دوشنبې ' راهیسې يې د افغانستان په لر او بر کې یو شمېر ځوانان پر مخ بیايي او پر افغان کرېکټ بورډ يې سختې نیوکې کړې وې.

له دې سختو غبرګونونو سره سره د افغانستان کرېکټ بورډ مشر شکرالله عاطف مشعل سه شنبه کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کې د خپلې پرېکړې ننګه وکړه او ویې ویل 'د کریکټ نړیوالې شورا له پوره غړیتوب لرونکو هېوادونو یعنی پاکستان سره د افغان لوبډلې لوبې د افغانستان په ګټه دي. '

خو کله چې د افغانستان استخباراتي ادارې د کابل برید پلانولو مسولیت پر پاکستاني استخباراتي ادارې ای ایس ای واچاوه، له دې سملاسې وروسته افغانستان پاکستان سره د کرېکټ لوبو لغو کولو اعلان وکړ.

اړونده مطالب

ورته مطالب