افغان حکومت د "ترهګرۍ" ضد جګړې لپاره ملي اجماع کوي

د انځور حقوق ARG
Image caption اشرف غني وايي، له دې وروسته به افغان ځواکونو ته ځانګړی واک ور کړي.

افغان ولسمشر اشرف غني د کابل د چهارشنبې ورځې له برید وروسته په یوه وینا کې د ټولنې پر مختلفو پاړکو غږ وکړ چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د حکومت ترڅنګ ودرېږي.

د نوموړي په خبره، د کابل له خونړي برید وروسته د دې وخت راغلی چې افغان حکومت له خپل ولس سره په ګډه د خپلو مخالفو وسلوالو پرضد ملي اجماع وکړي.

* د عکسونو البوم: د کابل ښار موټر بم برید

* جرمني د کابل له برید وروسته د افغان کډوالو شړل ودرول

"زه یو ځل بیا د پرېکړو او ملي بسیج لپاره ملت ته رجوع کوم، پر ټولو قومي، جهادي، سیاسي او دیني مشرانو غږ کوم چې ټول سلیقوي، شخصي، تنظیمي اختلافونه ډډې ته کړي او د یوې ملي برخلیک ټاکونکې پرېکړې لپاره چې افغان ځواکونه او حکومت به یې پلې کوي، را مخ ته شي".

د افغان ولسمشر په خبره، له دې ملي اجماع وروسته به حکومت د مخالفو وسلوالو د ځپلو لپاره خپلو ځواکونو ته ځانګړی واک هم ور کړي.

د برید غندل بسنه نه کوي

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني د پېښې د ټپیانو پوښتنې ته هم تللی.

نوموړي په دغه وینا کې زیاته کړه، د روژې میاشت لومړیو کې افغان حکومت، عالمانو، سولې شورا او ولس له وسلوالو مخالفانو وغوښتل چې د ملي او اسلامي ارزښتونو له مخې په دې مبارکه میاشت کې ترهګریز بریدونه بند کړي:

"له بده مرغه دوی او بادرانو یې اول په خوست او بیا په کابل کې په روژه کې وینې توی کړې".

د هغه په خبره، د دې برید غندل کفایت نه کوي" بلکې د دې اسلام او اسان ضد ډلو پرضد د جدي او عملي ګامونو پورته کولو وخت راغلی دی او افغان حکومت به د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې له هیڅ ګام پورته کولو درېغ ونه کړي".

* کابل کې د خونړي بریدونو نېټې او مرګ ژوبله

* '' د بي بي سي همکارانو یوه خندانه څیره یې ووژله''

اشرف غني دا هم وویل، چې افغان حکومت په تېرو دریو کلونو کې د نړۍ او سیمې هېوادونو پام په افغانستان کې د نړیوالې ترهګرۍ فعالیتونو ته را وګرځاوه.

د نوموړي په خبره، افغان حکومت دوی ته دا وښوده چې پر دغه هېواد جګړه تپیل شوې او ځواکمنې استخباراتي کړۍ او د ترهګرۍ ملاتړي هېوادونه یې تر شا دي.

"نن د نړۍ هېوادونه نه یواځې د افغانستان دا برحقه داعیه مني، بلکې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغان حکومت او پوځ ټینګ ملاتړ هم کوي"

اشرف غني وايي، د افغانستان نړیوالو ستراتیژیکو ملګرو د ترهګرۍ ځپلو او د هغوی د "وحشي" اعمالو د مخنیوي لپاره خپلې ژمنې تازه وکړې.

په برید کې د ای اېس ای لاس لرل

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دغه برید کې تر سلو ډېر کسان مړه او تر ۵۰۰ ټپیان شول.

افغان حکومت په کابل کې د تېر برید مسوولیت پر حقاني شبکه اچولی، چې له سلو ډېر کسان پکې مړه او تر ۵۰۰ پورې ټپیان شول.

د افغانستان ملي امنیت ادارې په اعلامیه کې ویل شوي دا برید د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای په مستقیمه مرسته او لارښونه حقاني شبکې پلان کړی دی.

* کابل کې پر یوه مېلمستون د وسله والو برید

* کابل کې د ځانمرګي برید پړه 'داعش' منلې ده

که څه هم اشرف غني په دې برید کې د لاس لرلو ګوته کوم ځانګړي هېواد ته ونه نیوله، خو زیاته یې کړه:

"زه هغو سیمه ییزو هېوادونو او هغوی چې ترهګر روزي او د نورو پر ضد یې د خپلو سیاسي موخو لپاره کاروي، دا روښانه پیغام ور کوم چې افغان ملت او نړیواله ټولنه یې له دې چارو با خبره ده".

د افغان چارواکو دا ډول اشارې تر ډېره پاکستان ته وي، چې د وسلوالو طالبانو په ملاتړ یې تورنوي.

د ډ ونلډ ټرمپ او اشرف غني خبرې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د برید په ځای کې جوړه شوې کنده.

د پاکستان په ګډون د نړۍ مختلفو هېوادونو مشرانو دا برید غندلی او له افغان حکومت سره یې خواخوږي ښودلې ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم له افغان سیال سره په ټلیفوني خبرو کې دا برید غندلی او له افغان حکومت او ولس سره یې خواخوږي ښودلې ده.

نوموړي ویلي، چې امریکا به د افغانانو ترڅنګ وي.

دا برید د چټلو اوبو وړونکې موټر کې د اېښودل شویو بارتو له امله شوی، چې تر شپږ مترو یې ځای هم ژور کړی دی.

ورته مطالب