"د حقاني شبکې ۱۱ زندانیانو د اعدام حکم چمتو شوی"

ویل کېږي چې د اعدام دغه حکم به د ورځې په اوږدو کې لاسلیک او اعلان شي. د انځور حقوق NOORULLAH SHIRZADA
Image caption ویل کېږي چې د اعدام دغه حکم به د ورځې په اوږدو کې لاسلیک او اعلان شي.

بي بي سي ته یوې سرچینې ویلي افغان ولسمشر محمد اشرف غني د حقاني شبکې ۱۱ زندنیانو د اعدام پر حکم غور کوي.

دغه سرچینه وايي "رسمي حکم لیکل شوی خو تر اوسه د ولسمشر لخوا لاسلیک شوی نه ده."

خو ویل کېږي چې د اعدام دغه حکم به د ورځې په اوږدو کې لاسلیک او اعلان شي.

تېره ورځ د افغانستان ملي امنیت ادارې لخوا په خپرې شوې یوې اعلامیه کې ویل شوي و چې د کابل وزیر اکبرخان مېنې چاودنه د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای په مستقیمه مرسته او لارښونې د حقاني شبکې لخوا پلان شوی دی.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو پېښه کې د حقاني شبکې لاس لرل رد کړي او د بندیانو د اعدام په صورت کې یې ګواښنه کړې ده.

د دې تر څنګ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه تور په کلکه رد کړی او وايي "پاکستان به کله هم داسې ګام پورته نه کړي چې ورسره په افغانستان کې سولې ته زیان ورسېږي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا ویلي، په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده.

د چارشنې په ورځ کابل چاودنه کې تر ۹۰ ډېر کسان وژل شوي او ۴۶۰ نور ټپیان دي. په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شته.

دغه پېښه د وزیر اکبر خان مېنه کې را منځ ته شوې وه. چارواکي وايي چاودېدونکي توکي د اوبو په ټانکر کې ځای پر ځای شوي وو. د سیمې سره د نږدې دفترونو او ودانیو شیشې ماتې شوې دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید یو ترهګریز عمل او د بشریت ضد جنایت وباله.