د کابل چاودنه: ډېره ګرانه ده چې زړه ته نژدې خلک له لاس ورکړې

د بي بي سي موټروان محمد نذیر د هغو لسګونو قربانیانو له ډلې و چې د چهارشنبې په ورځ د کابل په خوندي مرکزي سیمه کې موټر بم چاودنې ووژل. افغانان د دغو وژل شویو ویر کوي، د بي بي سي افغانستان څانګې سمونګر وحید مسعود هغه ملګری او همکار یادوي چې د دې پېښې ښکار شوی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بي بي سي نذیر ۳۹ کلن و

زه د ټیلیفون غږ ويښ کړم چې ویل یې د بي بي سي میني بس کابل کې پر موټر بم چاودنه ور پېښ شوی دی.

خو موږ نه پوهېدو چې دا څومره بده وه او زموږ څومره همکاران پکې ټپیان شوي دي.

د برید د قربانیانو شمېر لږ تر لږه ۹۰ کسانو ته رسېدلی، خو ټپیان له سلګونو پورته شوي.

سملاسي احساس ډېر اشنا و، د زړه درزا او په سر کې مې په زرګونو ګډوډ فکرونه تلل را تلل. زړه مې ولوېد او فکر مې کاوه چې پښو ته مې رسېږي.

ما ژر ژر ټیلیفون وکړ، د وایبر، وټس اپ، فېسبوک او موبایل له لارې، خو ګټه یې نه درلوده. ټولې شبکې خرابې وې، دا یوه بله نښه چې ښايي لا بوږنوونکي څه پېښ شوي وي.

د هیلې او ډار ترمنځ ګیر وم. هم وېرېدلم چې کوم بل زړه ته تېر به مې له لاسه ور کړی وي او هم مې هیله وه چې ټول به ښه وي.

دا بده وي چې وېره پر هیله برلاسې شې. زه ژر خبر شوم چې زموږ یو ګران همکار، زموږ موټروان محمد نذیر وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

Image caption محمد نذیر د ښو اخلاقو او مسکۍ خولې خاوند و.

موټر بم د کابل شنې سیمې ته نژدې وچاودېد، دا د ښار منځ کې ډېره خوندي سیمه ده، چې ساتونکو، د بم ضد دېوالونه او د بم ضد دروازو سره یې امنیت نیول شوی. خو دغه موټربم په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

زه د نذیر کورنۍ د هغه، مېرمن او ماشومان تصوروم چې د بي بي سي د هغو همکارانو خبر ته منتظر و، چې روغتونونه او مړستونونه یې د هغه د موندلو لپاره لټول.

دوی د ښه خبر اورېدلو دوعا کوله، دوی هم د وېرې او هیلې سره جګړه کوله.

دوی یوازې نه دي، د محمد نذیر د کورنۍ په څېر د دغه برید د نورو سلګونو قربانیانو ملګرو او کورنیو به هم دا حال درلود.

محمد نذیر ځوان و. د درېیو ماشومانو پلار او د کورنۍ یوازینی ګټه کوونکی و. هغه ځيرک، مسک او ارام شخصیت درلود. ما له کلونو نذیر پېژاند او د اونۍ ډېرې ورځې مې ور سره په کار کې وم.

د انځور حقوق EPA
Image caption د افغانستان جګړه کې ښځې او ماشومان د قربانیانو لویه برخه جوړوي.

د بي بي سي خبریالان، ملاتړي همکاران او لیدونکي هغه د رښتوني او صادق انسان په توګه یادوي. ډېر همکاران چې له کابل به خطرناکو ولایتونو ته تلل، نو نذیر به یې غوره باله.

دا تناقض چې د لسیزو جګړه، تاوتریخوالي او دښمني ډک چاپېریال کې بچ شو، خو د کابل په زړه کې په خورا ډېره خوندي ډيپلوماټیکه سیمه کې په بم ووژل شو.

د بي بي سي هغه ډېری خبریالان دا په سختۍ منلی شي، چې هغه خندانه څېره به چې نن سهار یې دوی کار ته وړل، د ورځې په پای کې خاورو ته سپارل کېږي.

دا فکر چې هغه نور زموږ سره نشته، موږ هر یو ځوروي. موږ د هغوی ماشومانو، د هغه مېرمنې او نورې کورنۍ ته فکر من یو، چې دوی به له هغه پرته په داسې هېواد کې ځنګه ژوندي پاتې کېږي چې د خیر ښېګڼې سیستم نشته.

لږ تر لږه د نذیر کورنۍ به د بي بي سی ملاتړ تر لاسه کړي، خو د هغو نورو وژل شویو او ټپیانو له کورنیو سره به څه کېږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ځینې ټپیان په خپلو پښو د روغتونو پر لور روان ول.

دې برید نه یوازې مرګ ژوبله واړوله، بلکې د سلګونو کورنیو د راتلونکي لپاره سملاسي بدلوونکی و. د دې پېښې یاد به تر هغه وي چې بله پېښه وشي، او بیا به ژوند روان وي.

خو په کابل کې چې پرون څه پېښ شول افغانستان له تېرو ۳۸ کلونو راهیسې په مختلفو ډولونو او شکلونو سره د پېښو ډول ښيي.

تېر ۲۰۰۱ کلونه د هیلې یو لنډ پړاو و، ځکه ډېرو باور درلود چې بالاخره به هېواد له بدو پېښو ووځي او سا به واخلي، خو دا هیله اوږده نه شوه.

اوس افغانستان د نیابتي جګړې او سیمه ییز وسله وال ټکر لپاره دومره لوی ډګر دی، لکه لسیزې پخوا چې و او افغانان احساسوي چې د ناغوښتي برخلیک قرباني دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ټپیان نه یوازې په امبولانسونو کې بلکې په هر ډول موټرونو کې روغتون ته لېږدول کېدل.

که څه هم د ناټو پوځ پر ځمکه شته او د افغان امنیتي ځواکونو او حکومت ملاتړ او روزنه پر غاړه لري، خو وضعیت ښه شوی نه دی. وسله وال له سیمه ییزو لوبغاړو ملاتړ تر لاسه کوي.

د چهارشنبې ورځې بوږنوونکې پېښې وښوده چې په خورا خوندي سیمه کې هم امنیت څپڅپاند دی.

په امنیتي ځواکونو کې بې غوري یا د وسله والو ډلو مهارتونو دواړه ته ګوته نیول کېدی شي، خو د ولس لپاره دا وضعیت، د روانې او دوامدارې خپسکې نښه ده.