د عکسونو البوم: کابل کې لاریون په تاوتریخوالي واوښت

کابل کې د چارشنبې ورځې چاودنې د غندنې لاریون په تاوتریخوالي واوښت. پولیسو د لاریونوالو د خورولو هڅه کوله، له امله یې ډزې وشوې. ځايي رسنۍ وايي، اووه لاریونوال وژل شوي او تر لسو ټپیان دي. د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، سوله ییزې او مدني مظاهرې د خلکو حق دی، خو د مظاهرو قانون هم باید رعایت شي.

لاریون له هغه ځای سره شوی و، چې تېره چارشنبه په کې موټر بم چاودنه شوې وه. د هغې چاودنې له امله نژدې ۹۰ کسان وژل شوي او له ۴۶۰ پورې ټپیان شوي دي.

ورته مطالب

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د بي بي سي خبريال په وينا کابل کې د خونړي ځانمرګي بريد وروسته يو شمېر مدني فعالانو او سياسي ډلو لاريون وکړ
د انځور حقوق Reuters
Image caption لاريون کوونکو پر پوليسو د ډبرو (تيږو) ګوزارونه کول
د انځور حقوق Reuters
Image caption د کابل امنیه قومندانۍ سرچینې وايي، چې په دې مظاهره کې پولیس هم ټپیان شوي دي.
د انځور حقوق Reuters
Image caption پوليسو د لاريون کوونکو د خورولو لپاره هوايي ډزې کړې او اوبه يې پرې شيندلي دي
Image caption په دغه لاريون کې ښځو هم ګډون کړی و
د انځور حقوق Reuters
Image caption ځايي رسنۍ د ۸ تنو د ټپي کېدو او ۱۰ لاريون کوونکو د نيول کېدو خبر ورکړی دی
د انځور حقوق Reuters
Image caption لاریون له هغه ځای سره شوی و، چې تېره چارشنبه پکې موټر بم چاودنه شوې وه.
Image caption لاريون کوونکو د افغان ولسمشر اشرف غني، اجراییه ریس عبدالله عبدالله او پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزي او امریکا پرضد شعارونه ور کول.
د انځور حقوق Reuters
Image caption امنیتي ځواکونو ارګ ته غزېدلې لارې تړلې دي
د انځور حقوق Reuters
Image caption لاريون کوونکو د تېرې چارشنبې بريد کې د وژل شويو کسانو عکسونه لېږدول او د "غني! عبدالله! استعفا! استغفا! شعار يې ورکاوه"

اړونده مطالب