د بریتانيا ټاکنو کې د ځوانانو ونډه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فکرلارې: د بریتانيا ټاکنو کې د ځوانانو ونډه

پوره يوه اوونۍ وروسته په برتانيا کې ټول ټاکنې کېږي. سياسي ګوندونه پر داسې مهمو موضوع ګانو بحثونه کوي لکه له اروپا د وتلو بهير، د نويو کارونو او د ارزانه کورونو رامنځ ته کول چې دا ټولې له ځوانانو سره تړلې موضوع ګانې دي خو دلته تنکي ځوانان په ټاکنو کي دومره برخه نه اخلي، دا ولې؟ د انتخاباتو په اهميت نه پوهيږي او که پر نظام باور نه لري.

خپرونه کې پر دې موضوع د بحث لپاره مو سټوډیو ته درې بریتانیا مېشتي ځوانان رابللي.

شکر الله لودین اروپایي پارلمان ته د بریتانیا د ځوانانو استازی، اسلام خان وردګ, د سیاسي چارو شنونکی او لندن میشتی وکیل او سحر احساس، د بي بي سي اکاډمي کارکوونکې ده.

اړونده مطالب