په جرمني کې "ترهگریز گواښ" د موسیقۍ فیسټیوال وځنډاوه

د انځور حقوق AFP
Image caption سږکال د راک اېم رینګ موسیقۍ فیسټیوال ۳۰ کلیزه ده.

د جرمني په لوېدیځ کې د "راک اېم رینګ" موسیقي فیسټوال جوړوونکي وايي، چې د ترهګریز ګواښ له امله د فیسټیوال لپاره له ځانګړي شوي ځای ووتل.

دوی په نویربرګ کې د فیسټیوال په وروستیو ساعتونو کې له ګډونوالو وغوښتل ارام سره د فسټیوال له ځای ووځي.

هغوي وايي "د ترهګریز ګواښ له امله پولیسو سپارښتنه کړې وه، چې دا فیسټیوال وځنډوو".

* د کن فیلمي فیسټیوال په اړه څومره پوهېږئ؟

* په سوات کې درخانۍ کلتوري فیسټیوال جوړ شوی

* په کن فیلمي فیسټیوال کې د ایشوریه رای د ۱۵ کلونو انځورونه

میاشت مخکې د برتانیا مانچسټر ښار کې هم په یوه کنسرټ کې د چاودنې له امله ۲۲ کسان ووژل شول.

اېف نیوز رپوټوي، تمه کېدله چې ۸۵ زره کسان دې درې ورځڼي فیسټیوال ته ور شي.

د فیسټیوال جوړوونکو په فیسبوک پاڼه کې هیله ښودلې چې د شنبې په ورځ به بیا کار پیل کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ویل کېږي تر ۸۵ کسان به دا فیستیوال ته ور شي.

سږ کال د راک اېم رینګ فیسټوال ۳۰ کلیزه ده. ټاکلې وه چې درې ډلې"ولشلي ارمز"، "اېن فلېمز" او" ۲ سلوس" پروګرام وړاندې کړي.

د تېر کال اګسټ کې یوه سوریايي کډوال چې پناغوښتنه یې رد شوې وه، د جرمني په انسباخ ښار کې د یوه کنسرټ له ځای بهر پرانیستې فضا کې له ځان سره بم ته چاودنه ور کړه.

پولیسو د کنسرټ ځای ته د بریدګر مخه نیولې وه، خو هغه په یوه باغ کې بم وچاوده چې له امله یې پخپله ووژل شو او ۱۵ کسان یې ټپیان کړل.

اړونده مطالب