افغان چارواکي: راتلونکو ورځو کې لاریون او مظاهرې مه کوئ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لاریونوال پر امنیتي ځواکونو د ډبرو ګوزارونه کوي.

د کابل ګارنېزیون قومندان ګل نبي احمدزی وايي، چې د جمعې ورځې لارون مدني نه و او له امنیتي ځواکونو سره یې همغږي هم نه وه کړې.

ښاغلي احمدزي د سهار لومړیو کې په کابل کې خبر غونډې ته پر پرونۍ مظاهره وغږېد.

نوموړي له معترضانو وغوښتل چې، خېمې یې ټولې او پر خلکو یې غږ وکړ چې "د ترهګریزو بریدونو د ګواښ په دلیل" په راتلونکو ورځو کې لاریونونه او غونډې ونه کړي.

* د کابل لاريون مرګ ژوبله اړولې ده

* د کابل لاریون کې "۵ کسان وژل شوي او ۱۰ ټپيان دي"

تېره ورځ د افغان امنیتي ځواکونو او سلګونو لاریونوالو ترمنځ په تاوتریخوالي کې کسان وژل شوي او له ۲۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمد عالم ایزدیار زوی محمد سالم هم په وژل شویو کې دی.

لاریونوالو د چهارشنبې ورځې موټر بم چاودنې په غبرګون کې مظاهره کړې وه چې نږدې ۹۰ کسان پکې ووژل او ۴۶۰ ټپیان شول.

خو معترضانو خېمه وهلې او وايي چې خپل لاریون به روان ساتي.

سخت امنیتي تدابیر

د انځور حقوق ARG
Image caption ګل نبي احمدزی وايي، پرونۍ مظاهرې مدني نه وې.

په کابل کې وضعیت نور مال نه ښکاري، د جمعې ورځې د لاریون شاوخوا سیمو کې ډېر پولیس او امنیتي ځواکونه ځای په ځای شوي او د ښار په ځینې برخو کې ټانکونه هم لیدل کېږي.

ارګ او ډيپلوماټیکو سیمو ته تللې لارې تړلې دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې دمګړۍ په کابل کې وضعیت ارام دی. په ارګ کې هم سرچینو ویلي چې له لاریونوالو سره خبرې کوي او هڅه یې دا ده چې هوکړې ته ور سره ورسېږي.

د ولسمشر اشرف غني سلاکار له نومښودنې پرته بي بي سي ته ویلي، اندېښمن دی او زیاتوي، "داعش او طالبان افغانستان نشي خرابولی، خو د پلازمېنې نامناسبه سیاسي فضا دا کار کولی شي".

* کابل کې د خونړي بریدونو نېټې او مرګ ژوبله

* د عزیزانو وژل کېدل داسې وي لکه د قیامت شېبې

د بښنې نړیوالې ادارې د جمعې په ورځ پر افغان حکومت غږ وکړ چې په کابل کې پر مظاهره چیانو ‌‌ډزې کوونکي وپېژني او محکمې ته یې وسپاري.

خو افغان امنیتي چارواکي وايي، په لاریونوالو کې هم داسې کسان و چې وسلې ور سره وې.

پژواک خبري اژانس یوه ویډیو خپره کړې او وايي چې دا د پروني لاریون یوه برخه ده. په ویډیو تصویر کې غوښتنه کیږي چې وسلهوال کسان دې مخې ته راشي خو تر څو اړ شوي نه وي ډزې دې نه کوي.

په خواله رسنیو کې هم داسې انځورونه خپاره شوي چې د پرون ورځې د لاریون یې بولي او پکې وسله په لاس کسان لیدل کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مظاهره چیانو ارګ ته د تللو هڅه کوله.

ورته مطالب