عبدالله عبدالله: د سالم ایزدیار د جنازې پر مراسمو ځانمرګی برید شوی دی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کابل کې د جنازې پر مهال ځانمرګی بريد مرګ ژوبله اړولې

د افغان حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله ویلي، کابل کې د سالم ایزدیار جنازې پر مراسمو ځانمرګي برید شوی دی.

نوموړي کابل کې یوې خبرې غونډې ته وینا کې ویلي، درې ځانمرګي بریدګر د جنازه کوونکو صفونو کې ولاړ وو، چې په وینا یې له دویم تکبیر وروسته یې ځانونو پورې تړلي باروت وچوول.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح بي بي سي ته ویلي، پېښه کې اووه کسان وژل شوي او ۱۱۸ نور ټپیان دي.

په ځینې رپوټونو کې ویل شوي، چې کېدای شي د وژل شویو کسانو شمېر ډېر وي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جنازې پر مهال پر وير کوونکو بريد په کلکو ټکو غندلی دی. له ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپاره شوي پیغام کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي دي:

''هېواد تر سخت بريد لاندې دی، ټول ولس باید یو موټی شو. ''

د انځور حقوق EPA

بل لور ته وروستیو رپوټونو کې ویل شوي، چې د کابل ایمرجنسي روغتون مخې ته د ډزو غږونه اورېدل شوي دي، خو معلومه نه ده، چې دغه ډزې چا کړې.

ملي امنیت: د کابل برید د پاکستان استخباراتي ادارې په لارښونې شوی

"د لاریون د تاوتریخوالي عاملان د قانون منګولو ته سپارل کېږي"

افغان چارواکي: راتلونکو ورځو کې لاریون او مظاهرې مه کوئ

جنازې دغو مراسمو کې د افغانستان اجرايي مشر عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو هم برخه درلوده، خو هغوی ته چاودنو کې کوم زیان نه دی اوښتی.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح، بي بي سي ته تایید کړې، چې دروغتیا وزیر فیروز الدین فیرزو هم پېښه کې ژوبل شوی، خو وايي ټپونه یې برسېرن دي.

سالم ایزید یار د افغانستان مشرانو جرګې د مرستیال محمد عالم ایزدیار زوی، پرون پنجشنبه کابل کې د مظاهره کوونکو او امنیتي ځواکونو تر منځ د اخ و ډب پر مهال وژل شوی و.

د انځور حقوق TWITTER
Image caption د عبدالله عبدالله پر ټویټر پاڼه د نوموړي له لوري ویل شوي، چې نننۍ پېښه کې روغ رمټ دی

په هغو تصویرونو کې، چې پر خواله رسنیو خپاره شوي یو شمېر وژل شوي او ټپي کسان لیدل کېږي، چې د پېښې ځای کې لیدل کېږي.

د افغان حکومت وسله والو مخالفو طالبانو رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي، دوی په دغه بمي برید کې لاس نه لري.

د تېرې ورځې مظاهره کې پنځه تنه وژل شوي او ۲۰ ډېر کسان ټپيان شوي وو.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په لارو کوڅو کې غوسه

سیکوندر کرماني

بي بي سي نیوز

د انځور حقوق AFP

کابل څلورو ورځو کې د درېیو خونړیو پېښو شاهد و. اوس هم د ښار اوسېدونکي د هغه خونړي ځانمرګي برید له کبله د ویر پر ټغر ناست دي، چې د روانې اوونۍ پیل کې یې ۹۰ کسان ووژل.

د جمعې پر ورځ کابل کې د هغه برید مخنیوي کې د پاتې راتلو تر شعار لاندې حکومت ضد لاریون وشو. نن د هغه لاریون پر مهال د یوه وژل شوي کس د جنازې مراسم ښايي د کومې اورپکې ډلې له لوري په نښه شول.

دغو مراسمو کې یو شمېر لوړپوړو سیاستوالو ګډون کړی و. دغه حقیقت، چې ان دوی هم له ډېرېدونکي تاو تریخوالي خوندي نه دي، په ښار کې د ګواښ لویوالی ښيي. کابل یو مهال د افغانستان تر ټولو خوندي ځای بلل کېده، خو اوس تر ټولو خطرناک ښکاري.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د جمعې پر ورځ د چهارشنبې ورځې وزیر اکبرخان مېنې چاودنې خلاف لاریون شوی و. هغه برید کې ۹۰ کسان وژل شوي وو، چې افغان څارګرو ویلي و، د حقاني شبکې وسله والو تر سره کړی.

له دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش بي بي سي ته وویل، چې پخپله محمد عالم ایزیدیار په دې پېښه کې روغ پاتې شوی دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته استول شوي دي

دغه پېښه داسې مهال شوې، چې د پلازمېنې کابل ډېرې برخې د تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.

چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې مظاهرو کې له ګډون کولو ډډه وکړي، چې په وینا یې د داسې خطر احتمال شته، چې د حکومت مخالف وسله وال نور بریدونه وکړي.

ورته مطالب