د کندوز ښار پر مرکزي سیمه اته توغندي وغورځېدل

د انځور حقوق .
Image caption کندوز په شمال کې تر ډېره ناامنه ولایت بلل کېږي.

په کندوز کې افغان چارواکي وايي، چې د دغه ولایت مرکزي ښار ته اته توغندي توغول شوي دي چې درې ولسي وګړي پکې ټپیان شوي دي.

په کندوز کې یو امنیتي چارواکی وايي، اته هوان ګولۍ د ولایت مقام، ښاروالي او قومنداني سره نږدې غورځېدلې دي.

خو نور چارواکي وايي، پنځه توغندي پر ښار غورځېدلي دي.

دا توغندي د ښاروالۍ له کندوز هوټل سره نږدې غورځېدلي چې پخوا پکې امریکايي سلاکارن اوسېدل.

ویل کېږی چې دغه سلاکاران څو ورځې مخکې له کندوز وتلي دي.

نژدې لس ورځې وړاندې هم کندوز ښار ته د هوان شپږ ګولۍ توغول شوې وې.

د ځايي چارواکو په خبره، په هغه برید کې یو ولسي وګړی وژل شوی او نهه ټپیان وو.