جنازې کې د برید په تړاو یو کس کابل کې نیول شوی

مراسم د انځور حقوق EPA
Image caption د ملي امنیت شورا د یکشنبې ورځې غونډه کې له هغو کسانو سره د جدي او قانوني چلند خبره شوې چې د دې مراسمو په امنیت ټینګولو کې یې بې غوره کړې ده.

د افغانستان ملي امنیت ریاست وايي، داسې کس یې نیولی چې د سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې ده هم د برید پلان درلود. پرون د سالم ایزدیار د جنازې مراسمو کې درېیو ځانمرګو بریدونو کې اووه کسان ووژل شول او تر سلو ډېر ټپیان شول.

د سالم ایزدیار د جنازې مراسمو کې د ځانمرګي برید د ارزونې لپاره د افغانستان د ملي امنیت شورا له ناستې څو ګړۍ وروسته ملی امنیت د دغه کس د نیولو اعلان وکړ چې د دوی په وینا د بریالی په ترسره کولو نه دی بریالی شوی.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کابل کې د جنازې پر مهال ځانمرګی بريد مرګ ژوبله اړولې

د دې ادارې په خبره، دا برید هغو کسانو کړی، چې د پاکستان د کوټې په یوه مدرسه کې روزل شوي ول.

طالبانو له دغې ډ‌لې سره د نیول شوي کس تړاو رد کړی دی.

دا اداره د انځورونو په خپرولو سره وايي، چې د جنازې په مراسمو کې بریدګرو باروت په بوټونو کې "په ډېر مهارت سره " پټ ايښي ول چې په اسانه د امنیتي ځواکونو له تلاشۍ تېر شوي.

د ملي امنیت اداره زیاتوي، ۱۲ داسې کسان یې هم نیولی چې د کابل په مختلفو سیمو کې یې د بریدونو پلان درلود.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال زوی سالم ایزدیار د جمعې پر ورځ د حکومت پر ضد مظاهرو کې مړ شو.

د افغانستان د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال زوی سالم ایزدیار چې د جنازې مراسمو کې يې پرون ځانمرګي بریدونه وشول، تر هغه یوه ورځ وړاندې د حکومت پر ضد مظاهرو کې مړ شو.

د ملي امنیت شورا د یکشنبې ورځې غونډه کې له هغو کسانو سره د جدي او قانوني چلند خبره شوې چې د دې مراسمو په امنیت ټینګولو کې یې بې غوره کړې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کابل د پرلپسې ځانمرګو بریدونو ګڼ ټپیان د کابل روغتونو کې لا اوس هم بستري دي.

د غبرګونونو په بهیر کې د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر انوار الحق احدي د خلکو د مظاهرو ملاتړ وکړ خو په مظاهرو کې یې د قومي شعارونو له ورکولو سره مخالفت څرګند کړ.

ښاغلي احدي وویل: "سیاسي مشران باید خپلې غوښتنې په نورو وختو کې مطرح کړي نه په داسې مظاهرو کې ".

د "دولت کمزورتیا " هغه څه دي چې د ښاغلي احدي په وینا ټولو ته د درک وړ دی او مظاهره کوونکي کولی شي د قانون په چوکاټ کې عمل وکړي.

دا غبرګون داسې مهال ښودل کېږي چې د افغانستان لوی څارنوال فرید حمدي د ملي امنیت شورا وروستۍ غونډه کې وویل، لویه څارنوالي چمتو ده، چې د جمعې ورځې پر مظاهره چیانو د ډزو کولو پېښه وڅېړي.

اړونده مطالب