رباني: د ملي امنیت سلاکار بايد له دندې ګوښه شي

صلاح الدين رباني د انځور حقوق Getty Images
Image caption صلاح الدين رباني وايي، "د امنيتي ادارو مشرتابه د افغان ولس د امنيت ساتلو او له ترهګريزو شبکو سره د مقابلې پوره وړتيا نه لري".

د افغانستان اسلامي جمعیت سرپرست مشر صلاح الدین رباني چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هم دی وايي، د امنیتي ادارو مشرتابه د افغان ولس د امنیت ساتلو او له ترهګریزو شبکو سره د مقابلې پوره وړتیا او اراده نه لري.

نوموړي د خپل ګوند د مهمو مشرانو یوه غونډه کې وويل، په دغو ادارو کې داسې کسان او کړۍ شته چې ممکن له "ترهګرو" سره اړیکه او په بې ثباتۍ کې رول لري"

ښاغلي رباني زیاته کړه "د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د ملي امنیت ادارې مشر او د نورو امنیتي ادارو مشران باید ګوښه شي. او پر ځای یې باید وړ کسان وګومارل شي".

د کابل موټر بم چاودنه

صلاح الدین رباني د تېرې چارشنبې ورځې موټر بم چاودنې په غبرګون کې د جمعې ورځې د مظاهرې پر ګډونوالو د امنیت ځواکونو برید هم یاد کړ. "له مظاهره چیانو سره تاوتریخوالی د ترهګرو په څېر عمل دی".

د جمعې ورځې مظاهره چیان چې ارګ ته یې د تللو هڅه کوله د امنیتی ځواکونو له مقاومت سره مخ شول. ځینې مظاهره چیانو پر امنیتي ځواکونو د ډبرو ګوزارونه وکړل، وروسته افغان ځواکونو ډزې وکړې. د دواړو ترمنځ د تاوتریخوالي له امله تر اوو کسان وژل شوي او تر ۲۰ ټپیان دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي رباني د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د ملي امنیت ادارې مشر او د نورو امنیتي ادارو مشرانو د ګوښي کېدو غوښتنه وکړه

د افغان ولسمشر اشرف غني په مشرۍ ملي امنیت شورا د دې پېښې د څېړلو او د تاوتریخوالی د عاملانو (امنیتي ځواکونه یا مظاهره چیان) د موندلو پرېکړه کړې.

د جمعیت پرېکون د صلاح الدین رباني له خبرغونډې مخکې داسې اوازې وې چې ګویا دغه ګوند له افغان حکومت سره پرېکون کوي، خو ښاغلي رباني په خبرغونډه کې وویل، چې له جمعیت پرته افغان حکومت هېڅ مانا نه لري: د افغان ملي یووالی حکومت د یو تړون له مخې راغلی او ۵۰ سلنه برخه یې اصلاحات او همګرايي ډله جوړوي چې د جمعیت ګوند بشپړ ملاتړ ور سره و.

نوموړي یو ځل بیا وویل، چې د ملي وحدت حکومت تړون باید بشپړ عملي شي.

صلاح الدین رباني دا خبرداری هم ور کړ چې که غوښتنې یې ژر ونه منل شي، نو له نورو سیاسي ډلو او بهیرونو سره به په ګډه د سیاسي او امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب