د کابل چاودنه، د سترګو لیدلی حال: د مرګ او ژوند تر منځ څو ثانيې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کابل کې له چاودېدونکو توکو ډک ټانکر او مخ ته یې د بي بي سي‌ موټر

له معمول سره سم له خپل وخته څو دقیقې مخکې په داسې حال کې له کوره ووتم، چې دوه ماشومان مې وختي ښوونځي ته تللي وو، خو هدا او حنا لاهم په خواږه خوب ویدې وې. د دفتر موټر ته هم له خپل وخته پنځې دقیقې مخکې ورسېدم، لومړی کس زه وم چې موټر ته وختم.

استاد محمد نذیر هم له ټاکلي وخته مخکې راته انتظار و، له روغبړ وروسته مې استاد نذیر ته کړل:

"استاده تر ما خو تاسو په وظیفه ډېر درست یاست، له ما مخکې راغلی یئ،"

په موسکا یې راته وویل: "چی کنم مسؤولیت است"

دویم همکار ته هم له وخت مخکې ور ورسېدو، یوڅه ورته تم شوو، راسره پورته مو کړ، بالاخره د لارې اوږدو کې درېیم همکار هم موټر ته راوخوت.

عبدالله نظامي، چې ډېر کم به له موږ سره موټر کې دفتر ته تلو، زنګ یې راته وواهه، چې راوتلی یم ستاسې په انتظار یم، ما ویل چې در نژدې شوو خبروم دې چې د سړک غاړې ته راووځه.

پر لاره مې د ورځې له حالاتو د خبرېدو په پار خبرونه اورېدل، خو څه خبر وو چې موږ به خپله د یوه لوی خبر سرلیک ګرځو. له زنبق څلورلارې رامخکې مو نظامي د لارې له سره راسره واخیست، زنبق څلورلارې ته په رسېدو د موټرو او خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه، په دې ورځ د هغې کوڅې خوله کې د پولیسو شمېر هم ډېر وو، چې زموږ دفتر ته له عمومي سړکه ورګرځېدلې ده.

څو ثانیې

لومړي پاټک ته په رسېدو مې هلته د ښځو او ورسره ماشومانو پر ډلګۍ سترګې ولګېدې چې د موټرو په تمه وې، چې ګوندي تر یوه ځایه یې د کار ځای ته ورسوي.

له دویم امنیتي کمربنده هم تېر شوو، خو لا څو ثانیې نه وې تېرې شوې، چې د چاودنې زورورې څپې مو موټر له ځمکې پورته کړ، توا موټر دې لاس کې راوخیست او پر ځمکه دې وواهه. د موټر کنټرول له لاسه وتلی و، وړاندې پلې لار کې اوسپنیزې کټارې ونیو او ودرېد.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بي بي سي همکاران: ایوب اروین، سید عبدالله نظامي، تاج دین سروش او هدایت الله همیم

لومړی مې ذهن ته ولوېده، چې پر موټر ښايي چسپکي بم نښلول شوی وي، نه! چسپکي بم دومره زور نه لري، ښايي له شا نه موټر راسره ټکر شوی وي، پر دې پوهېدل ګران و، چې څه راوشول.

ټولو همکارانو سرونه په ګونډو کې ننویستل، زه او نظامي د موټر شاتني سیټ کې د دروازو څنګ ته ناست وو، منځ کې مو بل همکار و، څلورم هغه مخکې سیټ کې و.

منځ کې همکار زما ګونډو ته سر راټیټ کړ، زه اوتر او سربداله وم، خو د ښیښو او چرو باران مې چې ولید، ما هم سر ټیټ کړ او پر سر مې لاسونه ونیول. دوې - درې دقیقې د موټر د ښیښو ماتېدو او پر موټر د بم زوروې څپې د پارچو لګېدو باران و.

څو دقیقې وروسته مې چې سر راپورته کړ، د څنګ همکار مې لاهم په لړزانده حالت کې سر ښکته نیولی، غږ مې پرې وکړ: (جور استی؟) ویل یې هو، سر مې ټپي شوی.

نظامي ته هم مخاطب شوم (ژوندی یې؟) ویل یې هو. د استاد نذیر شا ته ناست وم، ورفکر مې شو چې سر یې پر څوکۍ ړنګ حالت کې اېښی او له سر نه یې وینو په شدت دارې وهلې.

په داسې وضعیت کې معقوله پرېکړه کول هم لوی جرأت غواړي، خپل ځان رانه هېر و، څنګ ته همکار ته مې وویل، استاد نذیر استاد نذیر!! ژر مې تیلیفون ته فکر شو چې لاس کې مې نیولی، عاجل مې د دفتر شمېرې ته زنګ وواهه او له پېښې مې خبر کړل، چې د پېښې ځای ته په څو مترۍ کې موږ ټول سخت ټپیان یو، خو د استاد نذیر وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی که کومه مرسته ورسره کولی شئ.

په دې شېبه کې- چې د چاودنې هغه شدت یو څه کم شوی و، دوه همکاران له موټره ښکته شول او د دفتر پر لور یې منډې کړې، زه او زما ترڅنګ ملګری (تاج الدین سروش) لاهم موټر کې وو، دا پرېکړه ګرانه وه چې موټر کې پاتې شو، ترې راووځو او که څه وکړو!

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بي بي سي استاد محمد نذیر

که پاتېږو، له پېښې وروسته د خطر امکان هم شته، که وځو ښايي له لا ډېر ناوړه وضعیت سره مخامخ شو، ښايي له نورو بریدګرو سره مخامخ شو، یا دا چې پولیس د بریدګرو ګومان راباندې ونه کړي.

له موټره وروستی کس زه وم چې راکوز شوم، شا ته مې چې د برید ځای ته - چې ایله څو متره رانه لیرې و- وکتل، د تور لوګي یوه داسې څپه اسمان ته پورته شوې وه، چې د هالیووډ په اکشني فلمونو کې هم نه وه لیدلې.

د ګوتې په ماشو پولیسو ګواښ

بالاخره دوه وتلي همکاران مو کابو ۲۰ متره وړاندې تللي و او ګوته په ماشه پولیسو سره یې جر او بحث دی، پولیسو ګواښ راته کاوه، چې وړاندې مه راځئ که نه ډزې درباندې کوو، په داسې حال کې چې یو یو لاس مو پر خپلو ټپونو نیولی، بل لاس کې مو د دفتر کارتونه وروښودل، خو بیا هم د پولیسو ټینګار دا دی چې دفتر ته پر نژدې وتلې لارې نه شئ تللی، بالاخره یو بل فرعي سړک ته یې سوق کړو، چې نسبتاً لیرې لار ده.

پر لاره هرځای امنیتي کسان او پولیس په "تیار سئ" حالت کې ولاړ دي، په هر امنیتي کمربند کې پولیسو رانه پوښتل، پېښه چېرې وه، هېچا ته نه معلومېده، چاودنه چېرې او هدف کوم ځای/څوک دي.

په ډېر ناوړه وضعیت کې چې له ټپونو مو وینې روانې وې، دفتر ته ورسېدو، دفتر ته د نورو رسېدولو همکارانو رنګونه هم تښتېدلي او هک پک ولاړ وو.

د یوه همکار چې سترګې راباندې ولګېدې، په ژړا شو، ځکه ده د پېښې پر وخت زما هغې شمېرې ته زنګ وهلی و، چې موټر کې رانه پاتې وه او چا ځواب نه ورکاوه، همداسې له کوره هم هماغې شمېرې ته زنګ وهل شوی و، خو هغه وخت یو پولیس موټر ته رسېدلی و چې استاد نذیر امبولانس ته ولېږدوي، پولیس فکر کړی تیلیفون د استاد نذیر دی.

له دفتره عاجل زموږ دوه ډېر ټپي شوي همکاران کوچني بس کې روغتون ته ولېږدول شول، خو زه او نظامي چې ټپونو مو ډېر ژور نه وو او په تودو وینو مو د ټپونو او درد احساس نه کاوه، دفتر کې پاتې شو.

همکارانو مو وجود وکوت چې کوم ځای خو به ژور ټپ نه لري، ځینو همکارانو ژړل، ځینو بیا ډاډګیرنه راکوله او نورو بیا د لومړنیو مرستو چارې مخته وړلې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کابل دغه چاودنې له يو بېليون ډېرو افغانيو زيان اړولی و

نیم ساعت وروسته موږ هم له دفتره د روغتون پر لور روان شوو، د چاودنې پر ځای ورغلو، هرې خوا ته عام خلک، امنیتي کسان او موټر ولاړ وو، ټولې فرعي او عمومي لارې بندې وې، خو دا چې زموږ سرونه یې په بنداج تړلي وو او چلوونکي امنیتي کسانو ته همدا نارې وهلې چې ټپیان روغتون ته لېږدوو.

هرې خوا ته امبار ښیښې ښکارېدې، د چاودنې ځای لکه داش غوندې ښکارېده، هرڅه تور او سوځېدلي وو، ژوره کنده یې ایستلې وه.

"زموږ ټپي نه شته"

د روغتون عاجلې څانګې ته په رسېدو هرڅوک د خپل ځان په غم کې دي، دا چې روغتونونه د داسې پېښو لپاره پوره چمتووالی او امکانات نه لري، خو په دې ورځ مشران ډاکټر، نرسان او ټول پرسونل د ټپیانو په درملنې بوخت دی.

عاجل وارډ کې هېڅ ځای نه و، همدا وو چې د روغتون پنځم پوړ کې یې یوه خونه موږ څلورو ټپیانو ته ځانګړې کړه. هملته بستر شوو او معاینات او درملنه پیل شوه.

د خونې دروازې ته مخامخ چپرکټ کې وم، هره شېبه خلک راتلل او د خپلو ټپیانو او دوستانو پوښتنه به یې کوله، خو چې وبه یې لیدل، خپل ټپي به یې ونه موند، له ځان سره به یې وویل "دلته نه شته" او نورو څنګلورو خونو کې به یې هم لټول.

له پېښې وروسته روښانه شوه چې د وژل شویو شمېر تر ۱۰۰ اوښتی او ټپیان هم شاوخوا څلور سوه کسان دي. هره شېبه مې استاد نذیر له ذهنه نه وت- ان اوس مې یې هم هماغه ویرجن تصویر په سترګو کې دی.

له څو ساعته درملنې وروسته، چې دوستان او ملګري پوښتنې ته راتلل، له روغتونه رخصت شوم، خو له زورور شاک حالت وروسته مې داسې انګیرله لکه له مرګه وروسته چې بیا ژوندی شوی یم.

د انځور حقوق Getty Images

تر دوو ورځو مې هماغه هولناکه صحنه په ذهن کې چورلېده، خوب مې ورک شوی و، که څه هم مسکن او خوب راوړونکي درمل مې خوړل، خو په معمولي کړپ به مې ټکان وخوړ، چې بالاخره د یوه رواني ډاکټر له نیم ساعته مشورې وروسته اوس ورو ورو د ښه کېدو په حال کې یم.

له دې پېښې او هغه حالت نه، چې موږ ورسره مخامخ شوو، دا درس اخیستلی شو، چې په دې هېواد کې هرځای او هره شېبه خطر پېښېدلای شي. اوس چې په خپرو شویو وېډیوګانو کې ښودل کېږي، د بریدګر له موټر لومړی مخته موټر زموږ و، چې له امنیتي کمربنده تېر شو، خو د بریدګر موټر کمربند کې له تمېدا څو شېبې وروسته چووي.

وړاندې هم د ځینو ورته - خو نسبتاً کوچنیو چاودنو شاهد وم، خو دې پېښې او زور ته یې چې ګورم، پخپل ژوند کې دا لومړی ځل و چې د مرګ له خولې وژغورل شوم، بیا هم د لوی خدای شکر ادا کوم د ژوندي پاتې کېدو فرصت یې راکړ، که نه دا پېښه ما او همکارانو ته تر دې هم ناوړه کېدای شوای، داسې چې اوس به نه زه وای نه مې نور همکاران.

اړونده مطالب

ورته مطالب