کریم خلیلي د سولې د عالي شورا مشر ټاکل شوی

کریم خلیلی د انځور حقوق fb/Karim Khalili
Image caption محمد کریم خلیلي د پخواني ولسمشر حامد کرزي مرستیال و.

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر او د پخواني ولسمشر مرستیال محمد کریم خلیلي د افغانستان د سولې د عالی شورا مشر ټاکل شوی دی. تر دې وړاندې ښاغلی خلیلي د دغې شورا مرستیال و.

ولسمشر محمد اشرف غني نن دوشنبه خبریالانو سره یوې ناستې کې وویل چې ښاغلی خلیلي یې د دغې شورا مشرۍ ته ټاکلی دی.

د سولې د عالي شورا د پخواني او د جهادي مشر پیر سید احمد ګیلاني تر مړينې وروسته د دغې شورا د مشرۍ څوکۍ د څو میاشتو لپاره تشه پاتې وه.

ښاغلی خلیلي داسې مهال د سولې د عالي شورا مشر ټاکل کېږي چې سبا به د څو هېوادونو د استازو په ګډون کابل د افغانستان د سولې په تړاو یوې مهمې ناستې کوربه وي.

حکومت وايي د کابل ناسته لومړڼۍ لویه نړیواله غونډه ده چې د ملګرو ملتونو له مرستې پرته، پخپله افغانانان پر مخ بیايي.

د افغانستان د سولې عالي شورا په ۱۳۸۹ کال کې د دولت مخالفو وسله والو سره د سولې د خبرو اترو د ترسره کولو په موخه جوړه شوه.

د سولې عالي شورا وايي بودیجه يې نوره نشته

اکرم خپلواک د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر ټاکل شوی

د طالبانو د "ملاتړ" له امله د سولې عالي شورا سلاکار له دندې ګوښه شوی

دغه شورا ۶۸ غړي لري چې ۸ یې ښځینه دي او په لومړۍ سر کې د اسلامي جمعیت ګوند مشر برهان الدین رباني یې مشري کوله. ښاغلی رباني ۱۳۹۰ کال کې یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

ډېری څارونکي په دې آند دي چې دغې شورا تراوسه کومه لاس ته راوړنه نه ده درلودلې، او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب او دولت ترمنځ د سولې هوکړې ته رسېدو کې یې ونډه کمرنګې وه.

څه موده وړاندې رپوټونه خپاره شول چې ولسمشرغني د دغې شورا په جوړښت خوښ نه دی او ټینګار یې کړی و چې افغانستان ته د سولې د راوستو لپاره باید نور میکانیزمونه جوړ شي.

ټاکل شوې ده د سباني کانفرانس لومړۍ برخه کې د ولسمشرغني په ګډون ویناوې واورل شي او تر هغه وروسته د سولې په تړاو وړاندیز او بحثونه وشي او همدارنګه له سیمې سره پر اقتصادي اړیکو خبرې وشي.

اړونده مطالب