د هرات چاودنه کې ۷ کسان وژلي او ۱۶ ټپیان دي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هرات کې چاودنې ۷ کسان وژلي

د هرات جامع جومات دروازه کې چاودنه شوې چې له امله یې ۷ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وايي چاودېدونکي توکي په موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي وو. له چادونې وروسته سیمه کلابنده شوې ده. هرات کې د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده وايي، د جومات مخې ته یو زرنج ډوله او څو نور سوځېدلي موټر سایکلونه پراته وو او چارواکي وايي، تر اوسه معلومه نه ده، چې کوم یوه کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو.

د هرات امنیې قومناني ویاند عبدالاحد ولي زاده ویلي، څه باندې درې بجې وې، چې د جومات دروازه کې چاودنه وشوه او اووه مړي د پېښې په ځای کې لیدل کېږي. چارواکي وايي، نور جزیات به وروسته څرګند شي.

چاودنې د جومات ته څېرمه د یو شمېر دوکانونو ښېښې هم ماتې کړي. طالبانو ویلي په دې پېښه کې لاس نه لري او په کلکه یې غندي.

ویل کېږي چې چاودنه په داسې وخت کې را منځ شوې چې خلک له فاتحې او لمانځه را وتل.

د انځور حقوق FB
Image caption چارواکي وايي چاودنه په داسې وخت کې شوې چې خلک له لمانځه او فاتحې را وتل.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption ویل کېږي چې چاودنه په داسې وخت کې را منځ شوې چې خلک له فاتحې او لمانځه را وتل.