حکمتیار مظاهره چیانو ته: هیڅوک حق نه لري په زور واک ونیسي

حکمتیار وايي، هر څوک حق لري پر حکومت او چارواکو اعتراض وکړي خو د زور له لارې پر ارګ د ور اوښتلو حق څوک نه لري. د انځور حقوق Getty Images
Image caption حکمتیار وايي، هر څوک حق لري پر حکومت او چارواکو اعتراض وکړي خو د زور له لارې پر ارګ د ور اوښتلو حق څوک نه لري.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، چې په افغانستان کې کړکېچ ته لمن وهل د هېوا په ګټه نه دي.

ښاغلي حکمتیار چې له شاوخوا ۲۰ کلونو پټ ژوند وروسته کابل ته ستون شوی، په دغه ښار کې وروستیو مظاهرو ته په اشارې سره ویلي"د روا حقونو د غوښتلو لپاره مظاهرې کول د هر چا حق دی او ترې دفاع کوي، خو په وینا یې د زور له لارې پر ارګ د ور اوښتلو حق څوک نه لري."

"هغه چې له وسلو سره سړکونو ته راوځي، زور او ځواک ښيي، له امنیتي ځواکونو سره د نښتو سبب کېږي، داسې شعارونه ور کوي چې د وینو بوی ترې ځي، د نورو سپکاوی کوي، داسې پارونې کوي چې نور جګړو او غبرکون ته وهڅوي، داسې ګامونه چې د هر چا له لوري وي غندو یې."

کابل کې له درنې چاودنې دوې ورځې وروسته سلګونه کسانو په دغه ښار کې اعتراضي مظاهره وکړه چې وروسته په تاوتریخوالي واوښتله.

لاریون هغه مهال په تاوتریخوالي بدل شو چې مظاهره چیانو د ارګ لورته د تګ هڅه کوله او پولیسو د دغو کسانو شړل پیل کړل.

په هغه اخ وډب کې ۵ کسان ووژل شول.

مظاهر کوونکي وايي امنیتي ځواکونو پرې ډزې وکړې، خو دهغه بیا دغه ادعا ردوي او تر اوسه یې څېړنه روانه ده.

ویل کېږي لومړی مظاهره کوونکو ''د امنیت خوندیتوب کې د حکومت بې کفایتي" تر شعار لاندې مظاهره کوله، خو وروسته د مظاهره کوونکو غوښتنه بدله شوه او دوی د افغان حکومت د مشرتابه د استعفا غوښتنه کوله.

ښاغلی حکمتیار وايي، هرڅوک حق لري پر حکومت او چارواکو اعتراض وکړي او دا د هر افغان مسلم حق دی چې د بدلون غوښتنه وکړي او حکومت د پېښو په وړاندې پر ناکامۍ او نامسوولانه چلن تورن کړي:

"خو هیڅوک حق نه لري چې د ارګ پر دېوالونو د ور اوښتلو هڅه وګړي. د مظاهرو او خونړیو پېښو په استفادې په نظام کې د غوښینې برخې غوښتنه وکړي، بدلون باید د ټول ولس په خوښه او په رایه وشي، نه د کومې ډلې له خوا د زور له لارې".

په خپله کلبدین حکمتیار د ۱۹۹۰ کال په خونړیو جګړو کې یو ښکېل کس ګڼل کېږي چې ګوند یې حزب اسلامي د نورو تنظیمونو پروړاندې د کابل د کنټرول پرسر خونړۍ جګړې وکړې.

په ۹۰مه لسیزه کې پر حزب اسلامي د خطرناکو وژنو او ویجاړیو تور پورې کېږي، چې پایله کې یې د طالبانو تحریک راپیدا شو.

له اصولي لارو نظام بدلول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان حکومت سره د سولې وروسته ښاغلی حکمتیار کابل ته ستون شو.

ښاغلی حکمتیار وايي، په اوسني افغان حکومت کې برخه نه لري، خو کمزوري کول یې نه غواړي، ځکه بدیل یې نه شته او د ترخه حقیقت په توګه یې منلی دی.

د حزب اسلامي مشر چې د ډاکټر نجیب الله د حکومت نسکورولو تجربه لري په اند یې "که د څو افرادو په خوښه د نظام د پرځولو دود رایج شي بیا به هیڅوک د څو ورځو لپاره د حکومت کولو فرصت ونه لري. هر نظام به د څو کسانو په خوښه ژر ژر بدلېږي".

هغه زیاته کړه، له لنډو او غیر اصولي لارو د ارګ نیولو مخکنۍ تجربې ډېرې خونړۍ ثابتې شوې دې او "دا بدمرغه تجربې باید بیا تکرار نه شي".

ګلبدین حکمتیار زیاته کړه له داسې خلکو او ډلو سره جوړ نه دي: "څوک چې له ناسمو لارو او نااصولي تګلارو او په یو اړخیزه توګه د دې نظام نسکورول غواړي. نه ور سره جوړ یوو او نه ورته د داسې کار اجازه ورکوو".

له خیمه والو معترضانو غوښتنه

ګلبدین حکمتیار وویل، هیڅوک حق نه لري چې د خلکو پر مخ لارې وتړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption حکمتیار پر لاریونوالو غږ وکړ چې په عامه ځایونو کې د خېمو جوړولو دود رایج نه کړي.

د نوموړي اشاره هغو معترضانو ته وه، چې د تېرې جمعې ورځې له لاریون وروسته یې د کابل ښار ځینې سړکونو کې خیمې جوړې کړې دي:

"سړکونه عامه ملکیتونه دي څوک یې د بندولو حق نه لري له تحصن کوونکو غواړو چې دا دود مه عاموئ".

هغه هیله وښوده چې حکومت او خیمو د معترضانو ترمنځ هوکړه وشي او له سوله ییزې لارې دا ستونزه اواره شي.

نوموړي پر دغو لاریونوالو غږ وکړ چې په عامه ځایونو کې د خېمو جوړولو دود رایج نه کړي.

هغه دا غوره وبلله چې دا ډول خېمې په چمن او له عامه ځایونو لرې ولګول شي.

د دې تر څنګ ګلبدین حکمتیار کوم لوري ته له اشارې پرته وویل، په حکومت کې داسې واکمنې او ځواکمنې کړۍ شته چې له داخله دا نظام تخریبوي. چې په وینا يې دغه چاره د ولس او دولت ترمنځ واټن زیاتوي.

د ټاکنو په هکله دریځ

ګلبدین حکمتیار وویل، پارلماني ټاکنو کې برخه اخلي او هیله یې وښوده چې رڼې ټاکنې وشي او د کمیسیون ترکیب ټولو ته د منلو وړ وي.

نوموړي دا هم وویل، چې ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند درولو هوډ نه لري.

د سیمې هېوادنو ته پیغام

په دغه خبري ناسته کې ښاغلي حکمتیار وویل "هغه ګاونډیان چې په افغانستان کې د جګړې اور ته لمن وهي باید اوس پوه شوي وي چې د دې اور سپرغۍ د دوی په کور کې هم د همداسې اور د بلېدو سبب شوې ده ".

هغه هیله وښوده چې د افغانستان ګاونډیان د افغانانو په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي. پر جګړې د پانګونې پر ځای له افغانانو سره د کور ابادولو کې مرسته وکړي.

اړونده مطالب