"افغانستان کې یوه ورځ ملي ویر" اعلان شو

کابل د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کابل برید کې د یو شمېر وژل شویو کسانو هېڅ هم لاس ته نه دي راغلي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د خونړیو بریدونو شهیدانو ته د درناوي په پار، سبا (شنبه د غبرګولي ۲۰) افغانستان کې ملي ویر دی.

په تېرو څو اوونیو کې یو شمېرو بمي چاودنو او ځانمرګو بریدونو په خوست، کابل او هرات ولایتونو کې په سلګونو کسان ووژل او ټپیان کړل.

  • د روژې میاشتې پر لومړۍ ورځ: د سوېل ختیځ ولایت خوست ښار د فوټبال لوبغالي ته څېرمه موټربم ځانمرګي برید لږترلږه ۱۸ کسان ووژل او ۶ نور یې ټپیان کړي. برید ګهیځ شاوخوا ۸ نیمې بجې د خوست ښار کابل اډه کې د موټر په مټ شوی و.
  • د روژې پنځمه: یو ستر ځانمرګي لارۍ بم د کابل دیپلوماتیکي سیمې کې نژدې ۱۵۰ کسان ووژ او په سلګونو نور یې ټپیان کړل. برید د سهار نژدې اته نیمي بجې ترسره شو.
  • د روژې یوولسمه: د هرات جامع جومات دروازه کې چاودنې ۷ کسان ووژل او ۱۶ نور یې ټپیان کړل. چاودېدونکي توکي په موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي ول.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption له هېواده د باندې هم افغانانو او بهرنیانو د وروستیو بریدونو له قربانیانو سره غمشریکي څرګنده کړه.

ولسمشرۍ ماڼۍ خپرې شوې خبرپاڼې کې لیکلي چې سبا به د افغانستان "بیرغ په ټول هېواد کې او له هېواده د باندې د افغانستان په سیاسي نمایندګیو کې نیمه ځوړند وي".

د افغانستان د درې ګونو قواو مشران به سبا د ارګ په جامع جومات کې د قران کریم په ختم کې ګډون لري او له خلکو یې غوښتي چې "د وروستیو پېښو د شهیدانو اروا، ټپیانو ته د سالمې روغتیا او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین دعا وکړي".

ملي امنیت: د کابل برید د پاکستان استخباراتي ادارې په لارښونې شوی

غني: طالبان د سولې وروستي چانس لري

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
په دغه پېښه کې سلګونه کسان ژوبل شوي دي چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي

افغانستان کې وروستي بریدونه بهرنیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په کلکه وغنده او افغانانو سره یې د سولې په راوستو کې د مرستې ژمنه وکړه.

د خوست او کابل ښار بریدونه داسې مهال ترسره شول چې پلازمېنې د یوې نړیوالې غونډې، " کابل بهیر" کوربه توب ته ځان چمتو کاوه، خو د هرات برید د غونډې په ورځ ترسره شو.