د طالبانو تر واک لاندې ژوند
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د طالبانو تر واک لاندې ژوند

له هغه ۱۶ کاله وروسته چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ایتلاف د طالبانو حکومت ړنګ کړ، د سږ کال پیل کې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د څار ادارې یا 'سیګار ' د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د افغانستان په اړه خپل لومړی رپوټ ویلي و چې د افغانستان یوازې نیمایي خاوره دا مهال د افغان حکومت تر کنترول لاندې ده.

افغانستان کې لا جګړه نه ده ختمه. په تېرو څو اوونیو کې په ځانګړې توګه څو پر له پسې پېښو د لسګونو افغانانو ژوند واخیست. زموږ همکار اوليا اطرافي د افغانستان سوېلي ولایت هلمند ته تللی و او څلور ورځې یې له طالبانو سره د هغوی تر ولکې لاندې سیمو کې تېرې کړې دي. دا یې ځانګړی رپوټ دی.

اړونده مطالب