افغان ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر نوې هوکړه کړې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption رپوټونو کې دغه راز راغلي، لومړي وزیر نوازشریف کابل کې موټربم برید غندلی او ویلي یې دي هېواد یې افغانستان کې سوله او ثبات غواړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د ترهګرو ډلو پرضد د فعالیتونو د تایید پر میکانیزم هوکړه کړې.

بي بي بي سره په خبرو کې یو افغان چارواکي تایید کړه چې د دواړو مشرانو ترمنځ دغه نژدې یو ساعته لیدنه د قزاقستان پلازمېنه استانه کې د شنګهايي همکارۍ سازمان غونډې په څنډه کې شوې ده.

رپوټونو کې ویل شوي د اشرف غني او نواز شریف لیدنه کې د ترهګرو پر ضد د فعالیتونو په اړه یوه بل ته د خپلمنځي معلوماتو ورکولو او دغه راز د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلور اړخیزې ډلې پر کارولو هوکړه شوې.

ملي امنیت: د کابل برید د پاکستان استخباراتي ادارې په لارښونې شوی

پاکستان پوځ وايي، افغانستان باید د تورونو پر ځای خپلې ستونزې حل کړي

سرتاج عزیز: افغانستان تورونه لګوي، خو شواهد يې کم راکړي

رپوټونو کې دغه راز راغلي، لومړي وزیر نوازشریف کابل کې موټربم برید غندلی او ویلي یې دي هېواد یې افغانستان کې سوله او ثبات غواړي.

کابل کې د تېرې چارشنبې ورځې موټر بم برید کې له ۱۵۰ ډېر کسان وژل شوي وو او له هغه وروسته کابل کې پر پاکستان نیوکې ډېرې شوې وې.

د افغانستان ملي امنیت ادارې لخوا په خپرې شوې یوې اعلامیه کې ویل شوي و د کابل وزیر اکبرخان مېنې برید د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای په مستقیمه مرسته او لارښونې د حقاني شبکې لخوا پلان شوی دی.

د انځور حقوق ARG
Image caption د ارګ پر فېسبوک پاڼه ویل شوي، چې ولسمشر غني د نورو مشرانو تر څنګ د هند له ولسمشر نرېندرا مودي سره هم لیدلي

افغان ولسمشر د تېرې سې شنبې په ورځ په کابل کې د سولې پروسې تر عنوان لاندې نړیوالې غونډې ته په وینا کې ویلي و، د افغانستان او پاکستان د پرمختګ او په دغو هېوادونو کې د بې وزلۍ له منځه وړلو لپاره له اسلام اباد سره سوله غواړي.

د ښاغلي غني په خبره، پاکستان باید اجنډا ورته وړاندې کړي، داسې اجنډا چې له مخې یې کابل او اسلام اباد سولې ته ورسېږي.

نوموړي دا هم ویلي و، چې واکمنېدلو سره یې په حساسو شرایطو کې پاکستان ته د دوستۍ لاس ور اوږد کړ، خو د هغوی له لوري رد شو. د ښاغلي غني په وینا له هر چا سره سوله غواړي، خو دا په دې مانا نه ده چې افغانان کمزوري یا تر فشار لاندې دي.

له دې مخکې هم د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د اروپکو پر ضد د فعالیتونو په تړاو خبرې شوې، خو د ځینو په باور بې پایلې وې.

ویل کېږي د ولسمشر غني او لومړي وزیر شریف تر منځ دغه لیدنه نژدې ۴۵ دقیقې وه، چې د پاکستان لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز هم په کې برخه درلوده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شانګهای سازمان غونډه کې پاکستان او هند ته بشپړ غړیتوب ورکړل شو

دغو دواړو مشرانو په داسې وخت کې سره لیدنه کړې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ‌ اړیکې ترینګلې شوې دي.

د دې تر څنګ ویل کېږي پر پاکستان د افغان چارواکو او ځینو نړیوالو لخوا نیوکې ډېرې شوي چې ګواکې په دغه هېواد کې د هغو وسله پر ضد څه نه کوي چې په افغانستان کې بریدونه کوي او پاکستان کې پټنځایونه لري. خو پاکستان تل دغه تورونه بې بنسټه بللي.

ولسمشر غني د چهارشنبې پر ورځ د ملي امنیت شورا د سلاکار حنیف اتمر په ګډون له یوه جګپوړي پلاوي سره په شانګهای تړون سرمشریزه کې د ګډون لپاره د قزاقستان پلازمېنه استانا ته تللی و.

ورته مطالب