"پر بهرنيو ځواکونو د افغان سرتېرو بريدونه خطرناک دي"

د انځور حقوق Getty Images

ګارډين

بریتانوۍ ورځپاڼه ګارډین په ننګرهار کې د يوه افغان سرتېري لخوا درې امریکايي سرتیرو د وژل کېدو په اړه لیکي چې پر بهرنیو ځواکونو د افغان سرتېرو بریدونه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لپاره تر ټولو ډېر خطرناک بریدونه دي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې له ۲۰۰۷ کال راهیسې په دغه ډول بریدونو کې څه باندې ۱۵۰ بهرني سرتېري وژل شوي دي.

ډان

پاکستانۍ ورځپاڼه ډان لیکي چې د دغه هېواد مرکزي بانک ترهګرو ډلو ته د پيسو د رسېدلو د مخنیوي لپاره خپلو مقررات ته بیا کتنه کړې او د اړتیا سره سم بدلونونه یې په کې راوستي دي.

ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې لیکي چې دغه ګام له شک پرته د ملګرو ملتونو د هغه ګام لپاره د تیاري په موخه کېږي چې ملګري ملتونه یې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان د مالي سیستم د ارزونې لپاره په جولای میاشت کې پورته کوي.

ورځپاڼه خبر داری ورکوي چې که پاکستان په دې ارزونه کې پاتې راشي نو پاکستان به د نړۍ مالي نظام ته له لاسرسي بې برخې شي او که داسې وشي نو د پاکستان اقتصادي سیستم به له بهرنۍ نړۍ سره له راکړې ورکړې منع کړل شي.

د انځور حقوق Getty Images

اېکسپرېس ټرېبيون

بله پاکستانۍ ورځپاڼه اېکسپرس ټرېبیون د دغه هېواد د مخ په زیاتیدونکي نفوس په اړه یوه مطلب کې په دې اړه اندېښنه ښودل شوې ده. د مطلب لیکوال زیاتوي چې پاکستان په سویلي آسیا کې هغه هېواد دی چې د نفوس د زیاتېدو کچه په کې تر ټولو لوړه ده، یعنې په منځني ډول د هرې مېرمنې لپاره درې کوچنیان.

په دې راپور کې ویل شوي چې روانه سرشمېرنه چې ۱۹ کلن ځنډ وروسته ترسره کېږي ښايي وښيي چې د پاکستان د نفوس شمېر لکه د تېر په څېر په چټکۍ مخ په زیاتېدو دی.

په رپوټ کې د هغو درې کسانو ته اشاره شوې چې د درې واړو د اولادونو شمېر نږدې ۱۰۰ تنو ته رسېږي او زیاتوي خلک د نفوس د کنټرول لپاره د هغو اقتصادي امکاناتو پروا نه کوي چې په ډېره سختۍ تر لاسه شوې دي.

بل اړخ ته یې هم اشاره چې هغه عقیدتي ده او وايي ځینې خلک وايي چې د نفوس کنټرول د اسلامي شریعت خلاف عمل دی.

سنډې ټايمز

بریتانوۍ ورځپاڼه سنډي ټایمز لیکي چې د بریتانیا روغتونونو ته خبرداری ورکړل شوی چې ښايي دوی د ترهګرو له خوا په نښه شي، د سنډي ټایمز په وینا دا لومړی ځل دی چې ډاکټران د ترهګرو له خوا له ګواښ سره مخامخ کېږي. دوی ته په نوي خبرداري کې ویل شوي چې ښايي دوی د یو لړ بریدونو ښکار شي.

د انځور حقوق NIKLAS HALLE'N

نيويارک ټايمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په فلپین کې له ځايي حکومتي ځواکونو د ماراوي سیمې په بېرته نیولو کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو د مرستې په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی. دغه سیمه کې "اسلامي دولت" نومې ډلې ته وفا داره وسله والو نیولې وه.

په مطلب کې ویل شوي چې که په ماراوي کې روان عملیات بل سبا پای ته ورسیږي لکه چې حکومتي ځواکونو چې تمه ښودلې ده، نو بیا هم د فلپین په سویلي کې د دغه ډول بغاوت ختمول وخت ته اړتیا لري.

لیکوال زیاتوي چې د دغو وسله والو له خوا د یوې سیمې د نیولو جرات کول ښايي د دغې ډلې ملاتړي نور هم زیات کړي او ښايي د هغو اسلامي ډلو پام ډېر ور واوړي چې له حکومت سره له شوې سولې راضي نه دي.

اړونده مطالب