ولسمشرۍ ماڼۍ د کابل اعتراضیانو پر "قانوني غوښتنو" غور کوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو شورا ويلي د کابل احتجاجيانو له دې غوښتونو سره ملي دي، چې حکومت کې دې بنسټيز اصلاحات راشي، خو د لارو او واټونو له تړلو دې لاس واخلي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، هڅه کوي د یوه پارلماني پلاوي په منځګړتوب د ۴۸ ساعتونو په موده کې کابل کې د اعتراض کوونکو د خیمو ستونزه پایته ورسوي.

دغه پلاوی چې له حکومت او معترضینو سره په خبرو دی وایي، پر یوې طرحې کار کوي چې هم د اعتراض کوونکو غوښتنې پوره شي او هم پلازمېنه کې تړل شوې لارې خلاصې شي.

ورته وخت کې د ملي او جهادي ګوندونو شورا ویلي، په حکومت کې د اصلاحاتو په تړاو د اعتراض کوونکو ملاتړې ده خو هغوی باید لارې بندې نه کړي.

د افغانستان د ولسې جرګې د شخړو د اوارۍ کمیسیون چې د حکومت او معترضینو ترمنځ منځګړیتوب کوي، له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي.

د ولسي جرګې غړي عبدالقیوم سجادي بي بي سي ته وویل، دوی د امنیتي وضعیت د ښه والي او د روانو ترینګلتیاوو د پای ته رسولو له پاره یوه طرحه جوړوي چې د ولسې جرګې له تصویب وروسته به حکومت ته وړاندې شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اعتراض کوونکو غوښتنه چې نژدې ټول امنیتي مشران دې لېرې شي، له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

ښاغلی سجادي وايي: " د دغې طرحې پر بنسټ امنیتي سکتور ته باید له سره کتنه وشي او کسان محکمې ته راکش شي چې په خپلو دندو کې ناغېړي کړې ده او یا هم د لاریون پر مهال د یو شمېر کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوي. "

ولسمشر اشرف غني د ولسي جرګې له غړو سره په کتنه کې ویلي چې ده ته هر ډول قانوني غوښتنې د منلو وړ دي او دولت یې د هغوی بشپړولو ته مکلف کڼلی دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند ویلي ،د ولسي جرګې منځګړي پلاوي ژمنه کړې چې ۴۸ ساعتونو کې به ښار کې د اعتراض کوونکو له خوا د درول شویو خیمو ستونزه پای ته ورسوي.

کابل کې د غبرګولي د لسمې له برید وروسته د امنیت ټینګول تر ټولو غوښتنو لومړۍ ده. د حکومت په ګدون ټولې سیاسي کړي په امنیتي ادارو کې د اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار کوي.

له تېرو نژدې لسو ورځو راهیسې پلازمېنه کابل کې ګڼ شمېر کسانو د اعتراض په ډول خیمې درولي دي او د امنیتي چارواکو په ګډون د دولت د لوړ پوړو چارواکو د ګوښه کېدو غوښتونکي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب