کابل کې د لارو بندښت د خلکو پر ژوند څه اغېز کړی دی؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل کې د لارو بندښت د خلکو پر ژوند څه اغېز کړی دی؟

د لارې تړل د کابل ښاريانو لپاره لوی سرخوږی، حکومت يې د لرې کېدو غوښتنه کړې خو لا کړکېچ لا اوس هم روان دی.

د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو شورا ويلي د کابل احتجاجيانو له دې غوښتونو سره ملي دي، چې حکومت کې دې بنسټيز اصلاحات راشي، خو د لارو او واټونو له تړلو دې لاس واخلي.

دې شورا نن کابل کې يو خبري کنفرانس کې دا اعلان وکړ.افغان پلازمېنه کابل کې لسمه ورځ ده، چې لارې او واټونه د حکومت او احتجاجيانو ترمنځ د ناندریو له امله تړلي دي.

دې حالت د خلکو پر ژوند او کاروبار اغېز کړی دی. سید عبدالله نظامي پرې له کابله راپور لري.