د کابل د ګارنیزیون مشر او امنیې قومندان دندې وځنډول شوې

له ښی لاس: د کابل د ګارنیزیون قومندان جنرال ګل نبي احمدزي او د امنیه قومندان جنرال حسن شاه فروغ
Image caption له ښی لاس: د کابل د ګارنیزیون قومندان جنرال ګل نبي احمدزي او د امنیه قومندان جنرال حسن شاه فروغ

د کابل د ګارنیزیون قومندان جنرال ګل نبي احمدزي او د امنیه قومندان جنرال حسن شاه فروغ دندې پلازمېنه کابل کې د وروستیو خونړیو پېښو په تړاو وځنډول شوې.

د افغانستان د سترې محکمې ویاند جمشید رسولي نن یکشنبه د غبرګولي ۲۱ کابل کې خبرې ناستې ته وویل، د دغه بنسټ له خوا له لومړنیو څېړنو وروسته د عدالت د لا ښه تامینولو لپاره دغه پرېکړه شوې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د سترې محکمې د دغې پرېکړې په تایید لږ وروسته د کابل د امنیه قومندان او د ګارنیزیون د مشر د تعلیق هرکلی وکړ.

تېره چهارشنبه کابل کې د ټانکر ځانمرګي برید له ترسره کېدو دوه ورځې وروسته چې لږ تر لږه ۱۵۰ کسان په کې ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول، یو شمېر خلک د امنیت په ټینګولو کې د حکومت د پاتې راتلو پر وړاندې د اعتراض په موخه سړکونو ته ووتل چې شپږ کسان له پولیسو سره په نښته کې ووژل شول.

د انځور حقوق Getty Images

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبر پاڼې کې راغلي چې په تېرې یوې اوونۍ کې حکومت د ملي شورا له یو شمېر غړو سره مشورې کړې دي او هغوی هم پر همدې غوښتنې ټینګار کړی.

هغو لاریونیانو چې د ' رستاخیز تغییر' په نامه یې یو خوځښت رامنځ ته کړی، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې خیمې درولي دي او ټینګار کوي چې تر هغه به پاتې شي چې غوښتنې یې ومنلې شي.

د کابل پر تر ټولو مهم او عمده سړکونو د دغو خیمو شتون ګڼو خلکو ته ستونزې جوړې کړي او د ښار د موټرونو ګڼه ګوڼه کې ځنډېدل یې لا اوږد کړی دی.

اعتراضیانو د حکومت د ملي امنیت د مشاور حنیف اتمر په ګډون د لوړ پوړو چارواکو د لېرې کېدو غوښتنه کړې ده.

سترې محکمې ویلي چې د کابل د خونړۍ چاودنې په تړاو څېړنې دوام لري او شونې ده چې د نورو امنیتي چارواکو دندې هم وځنډېږي.

تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د کابل د خونړۍ چاودنې په تړاو د لسمې امنیتي حوزې د څلورو کسانو دندې ځنډولې دي.

ورته مطالب