کابل کې د پخواني پاچا د ښکار ځای ملي پارک نومول شوی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د حشمت خان ډنډ ته شاوخوا ۸۰ کاله پخوا د اوبو د مرغانو سیمه ویل کېده

افغان دولت د پلازمینې کابل په سویلي څنډه کې د حشمت خان ډنډ سیمه څلورم ملي پارک نومولی.

د حشمت خان ډنډ چې د زرګونو مرغانو او الوتونکو د اوسېدو او تمېدو ځای دی کلونه کېږي د خلکو له سترګو پریوتی.

د کابل په سویلي څنډه کې د حشمت ډنډ ته مو د سهار له لمر خاته مخکې ورتګ و دا شنه او لمده سیمه د ګڼو بې کور مرغانو د دمې ځای دی، پخوانیو واکمنو په تېره وروستي ټولواک محمدظاهرشاه به دلته ښکار کاوه د هغه له وخته ځینې وړې کښتۍ لا د ډنډ په غاړه پرتې دي.

هرات ته د بهرنیو ګرځندویانو ورماتولو هڅې

''سلګونه کلونه مو ژوند کې مهم بدلون نه دی راغلی''

حشمت خان ډنډ د لوګر د سیندو په اوبو ودان وي خو ورځ تربلې یې خوند ورک کېږي، او د الوتونکو د ځاله ګیو کور بې شوره کېږي.

کابل کې دا ډول سیمې لږ لیدل کېږي چې شته هم د خلکو او حکومت پام ورته لږ دی حشمت خان ډنډ په ناپامۍ کې پاېدلی اوس هم د هغو زرګونو الوتونکو دمه ځای وي چې له سویلي اسیا منځنۍ هغې ته او بیا سړې سایبریا ته ځي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption حشمت خان ډنډ د لوګر د سیندو په اوبو ودان وي خو ورځ تربلې یې خوند ورک کېږي، او د الوتونکو د ځاله ګیو کور بې شوره کېږي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د چاپیریال ساتنې ادارې استازی اندریو اسکمر وايي د دوئ غوښتنه له حکومت او مرستندویانو دا ده چې د دې ځای بیا رغاونې او پالنې ته کار وکړي.

"د حشمت خان ډنډ زموږ د هېوادوالو لپاره یو اشنا ځای دی، دا د کابل یوه تاریخي سیمه ده او موږ په دې وتوانیدو چې سر له ننه دا د ساتنې وړ سیمه یاده کړو"

د حشمت خان ډنډ ته شاوخوا ۸۰ کاله پخوا د اوبو د مرغانو سیمه ویل کېده، دې ښیرازۍ ۱۹۰ هکټاره ځمکه ښایسته کړې وه ډول ډول واښه بوټي او د الوتکونکو غږونه یې د لیدونکو ارام و یوازې ۱۶۰ ډوله الوتونکي شمېرل شوي وو چې دغلته ورتلل.

اوس یې لارې او پولې اوښتي د هستوګنې کورونه او نورې ودانۍ یې په نږدې څنډو کې ابادې شوي او په غلا د ښکار کیسې د مرغانو ژوند ترور کړی.

افغان حکومت اوس تازه د دغه ډنډ پالنې ته ودریدلی د کرنې وزیر اسدالله ضمیر وايي له واخان بند امیر او فولادي درې وروسته به دا د هېواد څلورم ملي پارک وي او دوی به یې د ساتنې او ښکلا لپاره ټکنۍ چارې ګړندۍ کړي.

Image caption د حشمت خان ډنډ چې د زرګونو مرغانو او الوتونکو د اوسېدو او تمېدو ځای دی کلونه کېږي د خلکو له سترګو پریوتی.

"د افغان دولت پلان دا دی چې د دې سیمې د ساتنې له تګلارې ملاتړ وکړي اوبه ښې شي، له مرغانو ساتنه وشي او په ټوله کې د دې ډنډ ساتنه وشي، خلک دې هم د دې ځای له ښکلا اوساتنې سره مرسته وکړي چې حشمت خان نور د افغانستان او ان دنړۍ په یوه ښایسته سیمه واوړي"

د حشمت خان ډنډ نه یوازې لارویو الوتونکو ته د څو شپو تېرولو ځای دی کابلیانو ته د تفریح او سیلانۍ هغه سیمه ده چې اوس لږې موندل کېږي هغه ګواښ د حشمت خان په ډنډ هم سیوري کوي چې وايي ګڼ پارکونه او میله ځایونه نور په شخصي ملکیتونو اوښتي او میشت ځایونه دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب