"لوګر کې د داعش بهرنیو جنګیالیو فعالیتونه ډېر شوي"

طالبان د انځور حقوق .
Image caption په لوګر او په ځاګړې توګه، مرکز، پل علم ته نژدې د وسله والو مخالفینو فعالیتونو د دغه ولایت اوسیدونکي هم اندیښمن کړي دي.

له پلازمینې کابل سره پر پوله پروت د لوګر د ولایتي شورا یو شمېر غړي وایي، چې د دغه ولایت امنیتي وضعیت ورځ تربلې د خرابېدو په حال کې دی.

دوی وایي، چې که ځایي او مرکزي اداره د لوګر امنیت ته ځانګړی پام ونه کړي نو د ټول پلازمې کابل په ګډون ګاونډي ولایتوتونو ته به په یو بل سرخوږي بدل شي.

د لوګر د ولایتي شورا مشر ناصر غیرت وایي: "تازه د دې ولایت ازرې ولسوالۍ ته ازبک او چیچین بهرني جنګیالي د "اسلامي دولت" (داعش) په نوم دننه شوي او ښکاره خپلو لیکو ته د یو شمېر مرکزونو له لارې ځوانان جذبوي."

ايا د افغان طالبانو خپل منځي اختلاف پر ورکېدو دى؟

د طالبانو مشر د ونو کښېنولو غوښتنه کړې

داعش په افغانستان کې څومره بريالی دی؟

دی وايي، اوس د لوګر او کابل ترمنځ لاره هم نا امنه شوي او کله ناکله هلته پر پوستو او مېنو وسله وال طالبان بریدونه کوي.

بهرنۍ کورنۍ

د لوګر د ولایتي شورا بل غړی ډاکتر عبدالوالي وکیل وایي، د روژې میاشت کې د لوګر ازرې ولسوالۍ ته شاوخوا ۱۲ بهرنۍ کورنۍ راغلي، چې د سیمې خلک یې په ژبه نه پوهیږي:

"دغه کورنۍ متحرک حالت کې دي ثابتې په یوه ځای کې نه اوسیږي."

لوګر چارواکي وایي، چې څه موده وړاندې یې څرخ ولسوالۍ کې بهرني وسلوال ځپلي او ازرې ولسوالۍ ته د بهرنیو جنګیالیو د راتګ په اړه د دوی څېړنې روانې دي.

د لوګر والي محمد حلیم فدایي وایي: "زموږ کشفي ارګانونه په دې څیړنه کوي، چې بهرني طالبان په ازره کې شته او کهنه. شمېر یې څومره دی."

د انځور حقوق UPPLIED
Image caption د اسلامي دولت ډلې د "خراسان ولايت" مشر، حافظ سعيد خان د ۲۰۱۶ کال په جولای کې په امریکايي هوايي برید کې ووژل شو

پل علم چې له پلازمینې کابله څه باندې پنځوس کیلومتره واټن لري له دې وړاندې هم د داعش د فعالیت شاهد و، خو داعش په کې له دې وړاندې له ماتې سره مخامخ شوی دی.

له داعش سره بیعت

څه باندې کال وړاندې یو ځل د طالبانو مهم قومندان سعد امارتي له خپلې ډلې سره د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې له داعش سره بیعت اعلان کړی وو او خپل بیرغ یې هم تور کړی و، خو د امنیتي ځواکونو او ځایي خلکو له مخالفت وروسته دا ډله ننګرهار ته وتښتېده چې هلته بیا سعد امارتي ووژل شو.

بل خوا د پکتیا چارواکي هم وایي، د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ کې وسله والو د پولیسو په یو قطار برید کړی، چې په پایله کې یې اته وسله وال او یو پولیس وژل شوي دي.

د امنیه قومندانی د امنیت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحیمزي وویل په برید کې د دوی یو پولیس سرتیری او درې وسله وال ټپيان شوي هم دي.

عبدالرحمیزي وویل: "د وسله والو دوه سرګروپان په وژل شویو کې دي او یو شمېر وسلې هم زموږ لاس ته راغلي دي."

تراوسه کومې وسله والې ډلې په اړه رسنیو ته معلومات نه دي ورکړي.

ورته مطالب