هرات: سرتېري د خپلې کوژدنې د طلاق په غوښتنه ځان سوځولی

له هراته د ښځو ځان سوځونو رپوټونه ډېر ورکړل شوي، خو په یوه عام ځای کې د سړي ځان سوځونه بې سابقې پېښه ده د انځور حقوق Getty Images
Image caption له هراته د ښځو ځان سوځونو رپوټونه ډېر ورکړل شوي، خو په یوه عام ځای کې د سړي ځان سوځونه بې سابقې پېښه ده

له هراته د ښځو د ځانسوځونې راپورونه نسبتاً ډېر دي، خو په دغه ولایت کې په عام محضر کې د نارینه ځانسوځونه بې مخینې ده.

د هرات د عامې روغتیا چارواکي مني چې د افغانستان د ملي اردو یوه سرتېري ' د کورني زورزیاتي او د خپلې ښځې د طلاق غوښتنې له امله' ځان ته اور ورته کړی دی.

د هرات د سیمه ییز روغتون د ویاند محمدرفیق شیرزي په خبره، د ملي اردو دغه سرتېري د هرات د امینه قوماندانۍ مخې ته لومړی پر ځان تېل اچولي او بیا یې ځان ته اور ور کړی دی.

ننګرهار کې ۱۵ کلنه نجلۍ سوځول شوې

پاکستان کې يوه ښوونکې ژوندۍ سوځول شوې

فاریاب: وسله والو دوه زیارتونه سوځولي

له پېښې وروسته پولیس د سرتېري ژغورنې ته ورسېدل، خو د هغه ځان ډېر سوځوېدلی و.

ښاغلی شیرزی وايي، د سرتېرې بدن کابو ۹۰ سلنه سوځېدلی او د درملنې لپاره د سوځېدنې ځانګړي روغتون ته لېږدول شوی دی.

د ځایي سرچینو په خبره، یاد سرتېری ۳۲ کلن دی او د افغانستان د شمال سرپول ولایت اوسېدونکی دی.

له هراته د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده وايي، له دغه ولایته د ښځو د ځانسځونې راپورونه ډېر دي، خو په عمومي ځایونو کې د نارینه د ځانسوځونې پېښه بې مخینې ده.

د هغه په خبره، تر دې وړاندې په کلیو او بانډو کې د نارینه وو د ځانسوځونې پېښې رامنځته شوي، خو په ډک بازار کې نه.

د هغه په ټکو، لا روښانه نه ده 'په هغه ځای کې چې سرتېري ځان سوځولی' تصادفي یې غوره کړی و او که غوښتل یې چې ستونزې ته یې د خلکو پام واوړي.

هرات د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې د ځانسوځونې او ځانوژنې پېښو کچه پکې تر نورو هغو لوړه ده.

موده وړاندې د هرات روغتون د بېړنۍ څانګي مشر ډاکټر عزیزالرحمن جامي بيبيسي ته وویل، په ۱۳۹۵ کال په دغه ولایت کې ۱۰۰۰ کسانو د زهري او خطرناکو موادو په خوړو د ځانوژنې هڅه کړې چې له ډلې ۳۰ کسان وژل شوي او نور یې ژغورل شوي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب