سلګونه زره افغان ماشومان لا هم په سختو کارونو کې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغانستان کې يتيم ماشومان

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ سازمان وايي په دغه هېواد کې د کارګرو ماشومانو شمېر مخ په لوړېدو دی. د دغه سازمان د مسؤلینو په وینا افغان حکومت تر دې دمه د کارګرو ماشومانو د ملاتړ موافقه لیک نه دی عملی کړی.

خو افغان حکومت وايي دوی هڅه کړې چې په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر راکم کړي او پایلې هم څرګندې دي.

د جون دولسمه د کارګرو ماشومانو سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.

ماشومان او ځینې ټولنیز ارزښتونه

ماشومان، د خدای دوستان

"۹۶سلنه افغان یتیمان پالنځی نه لري"

کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب پخپل رپوټ کې وايي، د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت شمېرې ښيي چې په دغه هېواد کې شاوخوا دوه میلیونه ماشومان کار کوي.

دغه ماشومان د سړکونو پر سر د خلکو بوټونه رنګوي، ژاولې او پلاستیکې کڅوړې خرڅوي، سپیلنی کوي او یا هم د فلزکارۍ، ترکاڼۍ او د موټرو په ورکشاپونو کې په کارونو بوخت دي. د کابل په لارو کوڅو کې دا شان کارګر ماشومان دېر لیدلای شئ.

دولس کلن قسیم د هرات ښار د فلزۍ کارۍ په یوې هټۍ کې کار کوي، خو هیلې یې زیاتې دي چې لیک لوست وکړي او خپله روښانه راتلونکې ولري.

د افغان ماشومانو د ملاتړ سازمان مسؤلین وايي شپیته سلنه کورنۍ دا مهال د خپلو ماشومانو پر کار او عایداتو تکیه کوي.

ددغه سازمان ویانده مریم عطايي وايي په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر تر دوو میلیونو ډېر دی هغه څه چې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت یې شمېر یاد کړی دی.

آغلې عطايي وايي دوه سوه زره ماشومان چې له پاکستان کندهار او ننګرهار ولایتونو ته ستانه شوي دي د سړکونو پر سر کار کوي، ښوونځیو ته نه ځي او روغتیا ته یې هم پام نه کیږي. دا چې افغان حکومت یې په اړه څه کړي دي مېرمن عطايي یې په اړه وايي:

"دا په ریښتیا اندیښمنونکی ده، د ماشومانو د ملاتړ د دفتر په آند چې تل یې دا ویلي که ونه شو کولای دا شمیرې راکمې کړو او ماشومانو ته د هغوی حقونه ور نه کړو نو کیدای شی د دا دوه میلیونو یا تر هغه زیاتو ماشومانو برخلیک په راتلونکې کې تر اغیز لاندې راولي".

خو افغان چارواکي وايي څوکاله مخکې د کارګرو ماشومانو شمېر میلیونونو ته رسېده چې د دوی د هڅو په پایله کې یې شمېر اوس تر دوه میلیونو راټیټ شوی دی. د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزي بي بي سي ته وویل، دوی د دغه شمېر د کمولو لپاره ځانګړي پلانونه لري:

"افغان ماشومان خپلو کورنیو ته د ډوډۍ پیدا کولو په موخه سختو او توان پورته کارونو ته مخه کوي چې ځینې وخت د ناوړه ګټې اخیستنې ښکار هم ګرځي."

ورته مطالب