د افغانستان په اړه تګلاره "ډېر ژر" ټرمپ ته وړاندې کېږي

وزیر دفاع آمریکا د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption جېمز مټیس ویلي، چې دی به د افغانستان د مسلې په اړه یوه سمه تګلاره ولسمشر ټرمپ ته وسپاري.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس د دغه هېواد کانګریس ته ویلي، د افغانستان په اړه د تګلارې لپاره به بېلابېل غوراوي "ډېر ژر" وړاندې کړي. نوموړي د ولسي جرګې د وسله والو ځواکونو کمېټې ته ویلي، د افغانستان د مسلې هواري لپاره به سیمه ییزه تګلاره ولسمشر ټرمپ ته وسپارل شي.

نوموړي د ولسي جرګې د وسله والو ځواکونو کمېټې ته ویلي، دی به د افغانستان د مسلې په اړه یوه سمه تګلاره ولسمشر ټرمپ ته وسپاري.

امریکايي رسنۍ وايي، د ټرمپ حکومت په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ډېرولو تابیا کوي، چې دا به د افغان جګړې په اړه د مخکیني ولسمشر بارک اوباما د تګلارې یو مخیز بدلون وي.

جېمز مټیس د دوشنبې په شپه یادې کمېټې ته د ۲۰۱۸ کال د دفاعي بودیجې شاهدي پرمهال وویل، د افغانستان په تړاو جوړېدونکي پلان او تګلاره کې به د "سیمې هېوادونو نژدېوالی" هم شامل وي:

"موږ هڅه کوو په دې اړه سیمه ییز نژدېوالی رامنځ ته کړو او ژر به یې ولسمشر ته د وروستۍ پرېکړې لپاره واستوو. موږ هرڅه د هند او پاکستان او افغانستان ترمنځ د وضعیت له مخې ګورو. همداشان د ایران او ټولې سوېلي اسیا سیمو نژدېوالی هم مهم دی."

افغانستان ته نور سرتېري

ښاغلي مټیس دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې، چې د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا اداره افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو په اړه پښه نیولې ښکاري.

امریکا افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو په اړه په داسې حال کې زړه نازړه ده، چې افغان ځواکونه وسله والو طالبانو او "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې سره په سخته جګړه کې بوخت دي.

امریکايي پوځ افغانستان کې د سرتېرو ډېرول غواړي

په افغانستان کې نوې "لویه لوبه"

'کمزورې مشرتابه د افغان ځواکونو مرګ ژوبله ډېره کړې'

د امریکا د دفاع وزیر له څرګندونو څو ساعته وړاندې، د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د امریکايي ځواکونو کاروان د سړک غاړې پر یوه ماین وربرابر شو، خو د اونۍ لومړیو کې د یوه افغان په ډزو درې امریکايي سرتېري ووژل شول.

د روانې میاشتې لومړیو کې د امریکا لویو درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي ویلي وو، افغانستان ته د نورو سرتېرو استولو ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نیکولسن هم په تېره فبرورۍ میاشت کې د امریکا کانګرس ته ویلي وو، د افغان جګړې له لانجمن حالته د وتلو لپاره دغه هېواد ته د نورو امریکايي سرتېرو استولو اړتیا ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وړاندې رپوټونه ورکړل شوي وو، چې ځینې امریکايي چارواکي افغانستان ته د طالبانو پروړاندې د جګړې لپاره لږترلږه ۳۰۰۰ سرتېري استوي.

څو اونۍ وړاندې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي وو، چې ځینې امریکايي چارواکي افغانستان ته د طالبانو پروړاندې د جګړې لپاره لږترلږه ۳۰۰۰ سرتېري استوي.

خو کابل ته د امریکا د دفاع وزیر پخپل وروستي سفر کې ویلي وو، هېواد به یې له افغانانو سره اوږه په اوږه د وسله والو مخالفانو پروړاندې مبارزه کوي.

دا مهال افغانستان کې شاوخوا ۸۴۰۰ امریکايي او ۵ زره د نورو هېوادونو سرتېري د ناټو په چوکاټ کې مېشت دي، چې د پرېکنده ماموریت تر چت لاندې د افغان ځواکونو د ملاتړ، روزنې او سلامشورو دندې مخته وړي.

ورته مطالب