افغان وزیر امرالله صالح له خپلې دندې استعفا کړې

امرالله صالح د انځور حقوق Getty Images
Image caption امرالله صالح مارچ میاشت کې د وزیر په توګه ټاکل شوی و

په امنیتي سیکتور کې د افغانستان د دولت وزیر امرالله صالح استعفا کړې. نوموړي پر خپله رسمي فېسبوکپاڼه لیکلي:

''زه ځان د افغانستان امنیتي سیکتور اصلاحاتو وزیر او دفاعي ځواکونو کې د افسرانو ګومارلو عالي بورډ له مشرتابه مستعفي بولم. ''

نوموړي د استعفی دلیل نه دی څرګند کړي، خو همدې پیغام کې یې ویلي ژر به د خپلې استعفا لامل پر ډاګه کړي:

''پوهېږم ستاسې ذهنونو کې به ډېرې پوښتنې وي. خو امنیتي رازونو او مهمو ملي مصلحتونو ته په پام سره به هڅه وشي، چې د دغې استعفا عوامل او دلیلونه ژر ستاسې خدمت ته څرګند کړم. ''

نژدې درې میاشتې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې 'د امنیتي سکتور اصلاحاتو چارو لپاره د دولت وزارت ' په نامه یو نوی وزارت رامنځته کړ او د افغانستان ملي امنیت ادارې پخوانی مشر امرالله یې صالح یې د وزیر په توګه ورته وټاکه.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو غوښتي وو، چې د دولت د وزیر په توګه له ښاغلي صالح سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

دمګړۍ د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلي صالح د استعفا په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۱۰ کال جون میاشت کې د ملي امنیت ادارې د رییس په توګه د امرالله صالح استعفا منلې وه.

هغه مهال له ښاغلي صالح سره یو ځای محمد حنیف اتمر د کورنیو چارو وزیر په توګه استعفا کړې وه. امرالله صالح ۱۳۸۹ کال کې له استعفا وروسته د 'زرغون بهیر ' په نوم یو مرکز جوړ کړ.

د انځور حقوق FB
Image caption دمګړۍ د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلي صالح د استعفا په اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب