"ملګري ملتونه له غم او تاوتریخوالي ډک حال کې له افغانستان سره دي"

د یوناما د خبرپاڼې له مخې افغانستان ته د ښاغلي ګوتېرش سفر "د سولې راوستلو، ټیکاو او پراختیا برخه کې له افغان ولس سره یووالی ښودل دي". د انځور حقوق AP
Image caption د یوناما د خبرپاڼې له مخې افغانستان ته د ښاغلي ګوتېرش سفر "د سولې راوستلو، ټیکاو او پراختیا برخه کې له افغان ولس سره یووالی ښودل دي".

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېرش وایي، څو شیبې د مخه د افغانستان پلازمېنې کابل ته ورسېد.

ښاغلي ګوتېرش په خپل رسمي ټوېټر کې لیکلي "له افغان حکومت او ولس سره د خبرو لپاره همدا اوس کابل ته ورسېدم. ملګري ملتونه له غم او تاوتریخوالي ډک حالت کې د افغانستان سره ولاړ دي".

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازۍ یوناما هم د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې سرمنشي انټونیو ګوتېرش به نن په کابل کې له افغان رسنیو سره هم خبرغونډه ولري.

د یوناما د خبرپاڼې له مخې افغانستان ته د ښاغلي ګوتېرش سفر "د سولې راوستلو، ټیکاو او پراختیا برخه کې له افغان ولس سره یووالی ښودل دي".

دا د ملګرو ملتونو د نوي سرمنشي لومړنی سفر دی چې کابل ته یې لري او هغه هم په داسې مهال چې دوه اونۍ وړاندې تاوتریخوالي په دغه ښار کې نږدې ۱۵۰ کسان ووژل او تر ۵۰۰ یې ټپیان کړل.

له دغه تاوتریخوالي وروسته د هغه څه په هکله مظاهرې چې "حکومت د امنیت ټینګولو کې بې وسه" بولي، په تاوتریخوالي واوښتې.

دغو مظاهره چیانو له دوو اونیو راهیسې یې په کابل کې خېمې وهلې دی او د امنیتي چارواکو له دندو ګوښه کېدل غواړي.