ولسمشرۍ ماڼۍ: تر اوسه مو د امرالله صالح رسمي استعفا نه ده تر لاسه کړې

ارګ د انځور حقوق ARG
Image caption مرتضوي: جمهور رییس غواړي د ښاغلي صالح د استعفا په اصلي لامل پوه شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، ولسمشر غني د امنیتي سکتور په اصلاحاتو کې د دولت د وزیر امرالله صالح له استعفا د خواله رسنیو له لارې خبر شوی، خو ولسمشرۍ ماڼۍ لا په رسمي ډول د نوموړي استعفا نه ده تر لاسه کړې.

ښاغلي صالح تېره ورځ (جون ۱۳مه) پر خپل رسمي فیسبوکپاڼه ولیکل: " زه د امنیتي سکتور د اصلاحاتو په چارو کې د دولت د وزیر او د لوړپوړو دفاعي او امنیتي افسرانو پر ټاکنه د څار د بورډ د مشر په توګه له خپلې دندې ځان مستعفي ګڼم."

نوموړي د خپلې استعفا لاملونو په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده ژر به یې د پرېکړې پر لامل ټولو ته وضاحت ور کړي.

ښاغلي مرتضوي پر خپله فیسبوکپاڼه کښلي: " جمهور رییس غواړي د ښاغلي صالح د استعفا په اصلي لامل پوه شي. جمهور رییس د زړه له تله په تمه و چې د ښاغلي صالح له وړتیاوو او تجربو د امنیتي سکتور په اصلاحاتو کې ګټه واخیستل شي، نو په همدې بنسټ ټول لازم امکانات په واک کې ور کړل شوي وو. "

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشرۍ ماڼي له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو غوښتي ول چې په امنیتي سکتور کې د دولت له وزیر سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

امرالله صالح چې د اجراییه مشر ښاغلي عبدالله له نژدې ملګرو دی، درې میاشتې وړاندې د امنیتي سکتور په اصلاحاتو کې د دولت د وزیر په توګه وګومارل شو.

دا هغه وزارت و چې ولسمشر غني پخپله رامنځته کړ.

ولسمشرۍ ماڼي له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو غوښتي ول چې په امنیتي سکتور کې د دولت له وزیر سره هر اړخیزه همکاري وکړي.