افغانستان: د بې وزلۍ له منځه وړلو لپاره د نړیوال بانک سلګونه ملیونه ډالره مرسته

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د مرستو ډېره برخه به پر بېرته ستنو شویو کډوالو ولګېږي

د دغې مرستې لویه برخه به د بې وزلۍ له منځه وړولو، له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې برخې کې او ځینو نورو پرمختیايي برخو کې ولګول شي. د افغانستان لپاره د نړیوال بانک دفتر وايي، په افغانستان کې د تېرو دوو اونیو پېښو ته په کتو سره دوی غواړي د شته ستونزو حل کې مرسته وکړي.

له دې پېسو نه ۳۲۸ میلیونه ډالر نړیوال بانک برابروي. پاتې نورې يې د افغانستان بیا رغوونې صندوق، د جرمني، جاپان او ډنمارک په مرسته چمتو کوي. د دغې ادارې چارې هم نړیوال بانک سمبالوي.

نړیوال بانک په افغانستان کې پانګونې بیمه کوي

نړیوال بانک افغانستان ته ۱۲۰ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه

د نړیوال بانک اجراییوي پلاوي د جون ۱۳ مه ورځ د افغانستان په نوم نومولې او په همدې موخه یې له افغانستان سره نوې مرستې اعلان کړې دي. د افغانستان لپاره د نړیوال بانک د دفتر مشر شوبهم چوهدري ویلي، دغه مرستې به په بېلابېلو برخو کې اغېزمنې وي.

د نړیوال بانک چارواکو ویلي، دغه بلاعوضه مرستې به افغانستان ته د بېرته راستنېدونکو کډوالو، ښوونې، روغتیا، برېښنا رسولو او ځینو نورو برخو کې ولګول شي.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک د دفتر مشر په وینا په افغانستان کې حالات نازک او بې ثباته دي او د دوی د مرستو موخه هم د حالاتو ښه والي په موخه د افغان حکومت د هڅو ملاتړ دی.

د نړیوال بانک چارواکو هیله ښولې چې په دغو مرستو سره به په پنځو ټاکل شویو برخو کې په تېره بیا د ماشومانو حالت ښه شي.

په تېرو ۱۵ کلونو کې نړیوال بانک له افغانستان سره څلور میلیارده ډالره مخامخ مرستې کړې دي او له نورو نړیوالو مرستندویه ټولنو سره په ګډه یې ۹،۵ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د مرستو یوه برخه به د برېښنا په ګډون پر یو شمېر خدمتونو لګول کېږي

دغه بلا عوضه مرستې د پنځو پرمختیايي پروژو ملاتړ ته ځانګړې شوې دي. دغه پروګرامونه د نړیوال بانک تخنیکي ډلې او د افغان حکومت په ګډه مرسته طرح شوي دي.

د دغو مرستو یوه موخه هم له بېرته راستنېدونکو او بیځایه شویو سره مرسته ده. دغه مرستې له افغان حکومت د پراختیايي پروګرامونو د ملاتړ یوه برخه ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب